یمني ځواکونو بن‌ګوریون هوايي ډګر په نښه کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د یمني ځواکونو ویاند اعلان وکړ چې د دې هېواد پوځ د اشغالګر رژیم د بن‌ګوریون هوايي ډګر باندې توغندویي برید کړی دی.

ویاند وویل، دا عملیات د الله تعالی په مرسته په بریالیتوب سره ترسره شول، او توغندی په ټاکل شوي هدف ولګېد. نوموړي دا برید د غزې د خلکو د مظلومیت پر وړاندې د مقاومت یوه برخه وبلله.

د یمن پوځ ټینګار وکړ چې دا ډول بریدونه به تر هغه دوام ومومي څو چې د فلسطین پر ضد د صهیونیست رژیم جنایتونه پای ته نه وي رسېدلي. د ویاند په خبره، د یمن وسله‌وال ځواکونه چمتو دي چې د مسلمانانو د مقدساتو او مظلومو ولسونو د دفاع لپاره خپل عملیات پراخ کړي.

دا برید داسې مهال ترسره کېږي چې په غزه کې د صهیونیستي بریدونو پر ضد د یمن د خلکو احساسات ورځ تر بلې پراختیا مومي او د یمن حکومت ژمن دی چې د فلسطین د آزادۍ لپاره له ټولو ممکنو وسایلو کار واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button