
طهارت او لمونځ
ایا په تراویحو کې د نابالغ ماشوم امامت سهي کیږي ؟
د فتوې شمېره (۳۲۲)
پوښتنه :
که یو ماشوم بالغ نه وي ، خو د قران کریم حافظ وي ، د تراویحو جمعې ته مخکې کېدایشي او کنه ؟ سره له دې چې د کلي خلک پرې راضي وي ! د ځواب په هیله مننه
الجواب وبالله التوفیق :
د نابالغ ماشوم امامت په فرضو ، واجبو ، سنتو ، نفلو او تراویحو کې نه سهي کیږي ، که چا ورپسې جَمعه وکړه لمونځ یې نه دی سهی . له دې کبله باید نابالغ ماشوم هېڅ جمعې ته مخکې نه شي .
البته د نابالغ جمعه په نابالغ پسې سهي کیږي .
الدلیل علی ذلک :
ولایصح اقتداء رجل بامرأة وخنثی وصبی مطلقا ولو فی جنازة ونفل علی الاصح …
شامي ، ټوک : ۱ ، مخ : ۴۲۷ مطلب الواجب هل یسقط بفعل الصبی وحده باب الامامة
ولایجوز للرجال ان یقتدوا بامرأة او صبی … وفی التراویح والسنن المطلقة جوزه مشایخ بلخ ، ولم یجوزه مشایخنا الی .. والمختار انه لایجوز فی الصلوات کلها ، لان نفل الصبی دون نفل البالغ . الهدایة ، ټوک : ۱ ، مخ : ۱۲۳ -۱۲۴ باب الامامة