طهارت او لمونځ

په سفر کې قضا شوی لمونځ ، په کور کې څنګه راګرځي ؟

د فتوې شمېره (۳۶۷)

پوښتنه :

که له چا څخه په سفر کې لمونځ پاتې شي او یا یې بې اودسه وکړي ، اوس غواړي په کور کې یې قضايي راوګرځوي ، څور رکعته به راګرځي ؟ پوره لمونځ او که دوه رکعته ؟

الجواب وبالله التوفیق :

که له چا څخه په سفر کې څلور رکعتیز لمونځ قضا شي او یا یې بې اودسه وکړي ، په کور کې به د سفرانه لمونځ قضايي راګرځوي ، یعنې دوه رکعته به راګرځوي .

او که د اقامت لمونځ په سفر کې راګرځوي ، بیا به یې پوره کوي .

الدلیل علی ذلک :

(قوله سفرا وحضرا) أي فلو فاتته صلاة السفر وقضاها في الحضر يقضيها مقصورة كما لو أداها وكذا فائتة الحضر تقضى في السفر تامة.

ردالمحتار ، ټوک : ۲ ، مخ : ۱۳۵ ، فروع فی قصر الصلاة



اړونده فتواګانې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close