متفرق مسائل
د ښځې د شرمګاه مچو کول څه حکم لري ؟
د فتوی شمیره (۱۹۲)
پوښتنه : السلام علیکم
وبعد محترمه دلته ځینې خلک وایي چې سړي لپاره د خپلې ښځې شرمګاه مچو کول جایز دي . د شریعت له نظره دا عمل څنګه دی ؟ که سره له دلایلو یې راته واضحه کړئ مهرباني به مو وي .
الجواب وبالله التوفیق :
د ښځې د شرمګاه مچو کول مکروه عمل دی، د انسانی سالم فطرت سره په ټکر کې ده .
دغه عمل د سپیو او حیواناتو دی باید مسلمان د حیواناتو سره مشابهت ونه لري .
همدارنګه دغه پلیت عمل د منحوسو کافرانو هم دی او مسلمان لپاره د دوی سره مشابهت کول حرام دی.
بله دا چې مسلمان په ژبه د الله جل جلاله ذکر کوي ، د قران کریم تلاوت کوی او درود شریف پرې لولي نو څنګه د چا ضمیر مني چې په دې ژبه دې دارنګه پلیت عمل ترسره کړي .
دښځې د شرمګاه ظاهري برخه اګر که پاکه ده خو هر هغه شی چې پاک وي ضروري نه ده چې د هغه خوراک او څټل دې روا شي ، ځکه چې ډېر داسې شیان شته چې پاک دي خو څوک یې نه خوري او نه یې څټي ، لکه د پوزې ګړنګ یا د پوزې دننه برخه پاکه ده خو هیڅ څوک یې نه خوري او نه یې په ژبې سره څټي ، او نه څوک دغه عمل خوښوي بلکې خلک ترې کرکه او نفرت کوي ، د ډکې متیازو ځای اګر که ظاهري برخه یې پاکه ده خو ایا داسې څوک به وي چې څټل یې جایز وګڼي ؟
اذا دخل الرجل ذکره في فم امرأته قد قیل یکره و قد قیل بخلافه کذا في الذخیرة .
الفتاوی العالمګیریة ، ټوک : ۶ ، مخ : ۲۴۶ ، کتاب الکراهیة ، الباب الثلاثون .
والله تعالی اعلم بالصواب