
روژه او اعتکاف
په وینه ویستلو سره روژه ماتیږي او که نه ؟
(فتواشمیره : 80)
پوښتنه:
که څوک په روژه کې وینه د بدن څخه وباسي نو روژه ورباندې ماتیږي که نه؟
(پوښتنه کونکی: محمد – افغانستان)
الجواب وبالله التوفیق
په وینه ویستلو سره روژه نه ماتیږي . البته اودس ورباندې ماتیږي.
امام سرخسي رحمه الله فرمایي:
وإن احتجم الصائم لم يضره…. ولنا: حديث أنس بن مالك رضي الله تعالى عنه قال مر بنا أبو طيبة في بعض أيام رمضان فقلنا: من أين جئت؟ فقال: حجمت رسول الله صلى الله عليه وسلم ( المبسوط للامام سرخسي ټوک 3 مخ 103)
