کابل څنګه ونیول شو او ډاکټر نجیب چا وواژه ؟

د کابل د جنګ له یوه قوماندان ملا عبدالرزاق اخند سره مرکه:
مرکه کوونکی عبد الحنان همت
درنو دوستانو لاندي مرکه ۱۹ کاله مخکي په کابل کې د کابل له فاتح ملا عبد الرزاق اخند سره شوې او هغه وخت په هیواد ورځپاڼه او ځیني نورو رسنیو کې چاپ شوه په مرکه کې د ننګرهار، لغمان کنړ، او د کابل د فتحې تر څنګ د ملابور جان اخند پر شهادت او د ډاکټر نجیب د مرګ په اړه هم خبرې شوې دي دا چې موضوعات ټول مهم و نو موږ وغوښتل چې د میزان د شپږمې په مناسبت یې بیا ځلې نشر کړو ، هیله ده تر پایه راسره شئ .
محترم ملا عبد الرزاق اخند زمونږ لومړۍ پوښتنه داده لکه څنګه چې خبر یو د جلال اباد، لغمان، کونړ او کابل فتحه لومړی د پکتیکا ولایت د اورګون له ولسوالۍ څخه سرچینه اخلي نو تاسو ووایاست چې دغه ولایت ته په کوم تکل ولاړاست او د چا لخوا امر درته وشو؟
ځواب: هغه وخت کښې ما د دغو ولایاتو د تنظیمه رئیس په صفت کار کاوه ماته د امیر المؤمنین لخوا هدایت وشو او زه د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ ته ولاړم چې هلته د خالد په نامه یوه قوماندان بغاوت کړی ؤ، موږ چې ورغلو هغه مشکل په لنډ وخت کښې د خدای جل جلاله په نصرت پای ته ورسید، او هغه سیمي مونږ بیرته پاکي کړې.
پوښتنه: وروسته له هغه چې د اورګون مسئله حل شوه سپیني شګې ته څنګه راغلاست؟
ځواب: په هغه وخت کښې دښمن موږ ته یوه لویه دسیسه جوړه کړه او د قومونو تر مینځ یې تفرقه پیدا کړه بیا موږ ته ملا بورجان اخند هدایت وکړ چې زه باید سپینې شګې ته ولاړ شم او هلته د قومونو تر منځ، پېښې شوي ستونزي حل کړم، موږ هلته مسئله حل کړه او دوي سپینه شګه د خدای به نصرت فتحه کړه،
پوښتنه: هلته مقاومت وشو که څنګه؟
ځواب: بلې هلته زیات جنګ وشو او وروسته له جنګه فتحه شوه، ډیره وسله او پوځي وسائط په لاس راغله .
پوښتنه: بیا وروسته څه پیښ شول؟
ځواب: په دغه وخت کې یوه بله عجیبه خبره پېښه شوه هغه دا چې قوماندان مسعود احوال رالیږلي وو چې زه تسلیمېږم، ما ته امیر المؤمنین هدایت وکړ چې ته مذاکرات ورسره وکړه، زه چې میدان ښار ته ورغلم د مسعود د پلاوي مشري د مولوي قربان په غاړه وه او موږته یې وویل چې موږ لومړی تاسو ته د سپینې شګې مبارکي وایو او بل یې دا وویل چې مسعود وایي چې زه د خپل ځان د سپینولو لپاره دې ته حاضر یم چې تاسو ته حکمتیار، رباني او سیاف کندهار ته درولم، او تاسو ته یې تسلیم کړم، خو موږ دا خبره د قوماندان مسعود فریب او له جهاد سره جفا وبلله . مونږ ورته وویل که تاسو صادق یې نو له موږ سره په نورو مسائلو کې مرسته وکړئ، خو به مجموع کې موږ ته معلومه شوه چې خپله مسعود د قدرت پرېښودلو ته تیار نه دی، غواړي چې نور له مخې لیري کړي او موږ بدنام کړي.
پوښتنه: وروسته له هغه چې تاسو د حصارک ولسوالۍ ته ورسیدلاست تاسو بیا څه وکړل ایا د مشرقي شورا له مشرانو سره مو تماس ونیوی؟
ځواب : بلې موږ یو هیئت مشرقي شورا او حاجې قدیر ته ولیږه او د جنګ نه کولو غوښتنه مو ځیني وکړه دوئ ته مو هم اطمینان ورکړ او ورته مو وویل چې تاسو ته د خدمت کولو زمینه هم برابره ولی شو خو تاسو جګړه مه کوئ !
ولې دوئ ونه منله او زمونږ په مقابل کې زیات مسلح کسان مخي ته راویستل او جګړه یې شروع کړ.
په هغه شپه سخت جنګ وشو خو د دوی په ماته سره پای ته ورسید. سهار موږ ته معلومات وشو چې دښمن وتلی دی او خپله حاجي قدیر هم په پیښور کښې زمونږ د نمائندګي ملګرو ته ویلي و چې مونږ جلال آباد پرېښود موږ سهار پر اته بجې له حصارک ولسوالي څخه د ښار پر لوري حرکت وکړ.
څه مجاهدین مو په حصارک کې پرېښودل موږ ته په لاره کې د انجنیر محمود کسانو حال راکړ چې د قومندان شمالي ورور د جلال آباد ځیني قوماندانان شهیدان کړل او حضرت علی ښار ته د مسعود نفر را داخل کړل تاسو ښار ته د جلال آباد د لیوا له لاري چې زموږ په لاس کې ده داخل شئ، خو موږ د هغوئ په خبرو دومره اعتماد نشوای کولی او د درونټي لار مو ونیوله د دورنټې او حصارک به مینځ کې موږ ته د حضرت علی او د شورای نظار کسانو کمین نیولی وو او جګړه شروع شوه خو داچې هغوی مخکې له مخکې لا مورال بایللی و له لږ مقاومت وروسته ماته په ګډه شوه .
دا وخت د جلال اباد ښار ته د مسعود خلګ زیات ننوتلي وو، بیا تر هغه چې موږ ښار ته ننوتلو زیات جنګ وشو خو هغوئ یا بیرته ووتل اویا مړه شول.
پوښتنه: تاسو چې کله جلا آباد ښار ته داخل شوئ ستاسو شمیر به څومره وو؟
ځواب: موږ چې کله جلال آباد ته داخلېدلو زموږ شمیر زر نفرو ته رسیدی .
پوښتنه: کله چې ښار ته داخل شوئ ستاسي استقبال وشو که څنګه؟
ځواب: تعجب وړ خبره داده چې په دومره جنګ کې هم هغوئ موږ په ډیرو ولولو او ګلانو استقبال کړو، او د زیاتې خوشحالۍ اظهار یې کاوو،
پوښتنه وروسته د جلال آباد تر فتحې تاسو بیا لغمان ته ولاړاست هلته څه پیښ شول؟
ځواب: دا داسي کیسه وه چې هغوئ غوښتل د لغمان د دوراهي له لاري پر موږ حمله وکړي موږ له جلال آباد څخه د هغوئ د دفاع په صورت کښې را ووتلو کله چې په دوراهي کې له سخت جنګ څخه وروسته هغوئ ماتې وخوړه موږ د ملا بورجان اخند په قومانده هغوئ پسې تعقیب کړل په مهتر لام کې جنګ نه دی شوی صرف په د علیشنګ او دولت شاه په ولسوالیو کې جنګ وشو چې هغه هم وروسته ژر ختم شو، او په دې ډول لغمان ولایت هم د الله ج په نصرت سره په کم وخت کې فتح شو .
پوښتنه تاسو کونړ ته څه وخت ولاړاست؟
ځواب: موږ وروسته له درو څلورو ورځو څخه د قافلې د سالار ملا بورجان اخند په مشرۍ کنړ ته روان شوو چې هلته هم د جلال آباد او کونړ په مینځ کې هغوئ سخت مقاومت وکړ، چې د لوی خدای ( ج) په نصرت او د مجاهدینو د اخلاص او زړه ورتوب له کبله شاتګ ته مجبور شول او موږ په همدې ورځ د اسعد اباد ښار او مربوطه سیمې فتحه کړې.
پوښتنه: په لغمان او کونړ کې د دښمن د جنګ قوماندان څوک وو؟
ځواب: یو حضرت علی او بل عبدالله جان یې مشهور وو.
پوښتنه: تر دې وخته ستاسو او د هغوئ تلفات څومره وو؟
ځواب: زمونږ تلفات خو ډیر کم وو او د تلفاتو کمبود موږ د خدای جل جلاله د نصرت یونمونه بلله خو د دوئ تلفات تر موږ ډیر زیات وو، ولي دقیق نشم ویلی .
پوښتنه: وروسته له دې چې کونړ فتحه شو تاسو بیا جلال اباد ته څه وخت راغلاست؟
ځواب: د اسعد اباد ښار ته موږ په شپه کې ورسیدلو ماته به هغه شپه کې ملا بورجان اخند حال راوکړ چې ته له څه ملګرو سره بیرته جلال آباد ته ولاړ شه، ځکه ملا محمد رباني اخند حال راکړی دی چې پر جلال آباد د کابل لخوا حمله کیږي .
پوښتنه: ملا بورجان اخند چیرته وو؟
ځواب: ملا بورجان اخند د اسعد آباد به قوماندانۍ کې او زه د ولایت په مقام کښې وم .
وروسته له هغه زه او ملګري په دغه شپه جلال آباد ته را ورسیدلو او د دوراهي په سیمه کې موږ پر دوئ تعرض شروع کړ وروسته له سختې جګړې دوئ تر وریښمین تنګي پوري شاتګ ته مجبور شول. زما به فکر کې دا وو چې موږ به هم بیرته شاته ځو او بل ځای به کمر بند جوړه و، خو د دوئ له مخابرې مو د عقب نشېني امر واوریدلو، څه وخت وروسته چې موږ لږ ورمخکې شو دوئ تښتیدلي وو، او شپه هم تیره وه سهار چې لمر را وخوت پسې روان شو، دوئ په لاره کې زیات ماینونه ایښې ول، خو هغه موږ وکښل صرف دوه موټره ماینونو والوزول.
پوښتنه : تاسو دلته په وریښمین تنګي کې تم سواست او که مو دستي دښمن تعقیب کړ؟
ځواب: موږ دوې ورځې دلته پاتي شوو خو چې ملا بورجان اخند له کونړه راورسېد وروسته مو بیا د جنګ پروګرام جوړ کړ.
پوښتنه: دا وخت به ستاسو شمیر څومره وو؟
ځواب: شپږ اوه سوه.
پوښتنه : د جنګ پروګرام مو څنګه جوړ کړ؟
د جنګ پروګرام داسي وو چې حاجې ملا فضل محمد اخند او ملګري چې حصارک کې پاتي شوي وو، هغوئ ته وظیفه ورکول شوه چې تاسو له دغه لاري او موږ به له دې لاري پر سروبې درشو او کار به شروع کړو نو دریمه ورځ وه چې موږ پر یوه بجه د ماسپښین په وریښمین تنګي کې د ملا بورجان اخند په قومانده جګړه شروع کړه، عملیات ډیر کامیابه او جنګ ډیر ښه په شوق سره روان وو او ډیر سخت جنګ وو، وروسته له هغه چې موږ د دوئ درې کمر بنده یو په بل پسې مات کړل دلته د میزان دمیاشتې څلورمه او د ماسپښین څلور بجې وې چې د اسلامي تحریک سپه سالار او رښتیني مجاهد ملا بورجان اخند د یوه ازلي نامرد لخوا د راکټ یا هشتاد دو په مرمۍ ولګېد او ځا پر ځای شهید شو.
انا لله و انا الیه راجعون
پوښتنه : کله چې ملا بورجان اخند شهید کېدو ته ورنږدې وې؟ تاپه هغه حالت کې ولید؟
ځواب: بلې زه ډیر ورلنډ وم چې کله ولګېد سم دستي مو پټو( څادر) ورباندي واچاو او په موټر کې مو کیښود نږدې ملګرو ته مو اطمینان ورکړ او ورته ومو ویل چې نور مجاهدین باید نشي خبر، دی مو رخصت کړ.هغه وخت ما ټول نژدې ملګري پوهه کړل چې خبره پټه وساتئ ترڅو دده شهادت د ملګرو پر مورال منفي تاثیر ونه کړې .
پوښتنه ستا او د ملا بورجان اخند تر مینځ وروستۍ خبره کومه وه؟
ځواب : د تعجب وړ خبره خو داوه چې ده ماته وظیفه راکړې وه چې ته به د کاروان تر شا راځې هغه به منظم کوې زه دوه ځله رامخکي شوی وم، بیابه ده راته وویل چې ته شاته شه مخکې خو دا زه یم، دا دریم وار ده زه بیا رامخکې شوم، نژدې سره ولاړ و ده راته وویل چې زما دا درې څلویښتم ماین ده چې کاږم یې، چې په دغه حالت کې د دوښمن لخوا ټکان زیات شول ،ده ماته وکتل وې ویل چې ټانګ ته امر وکړه او ټانګ را مخې ته کړئ چې ما مخ د ټانګ و خواته کړ، په دې وخت کې دی ولګېد او شهید شو.
پوښتنه: دستي شهید شو که څه وخت ژوندی وو؟
ځواب: نه دستي شهید شو.
پوښتنه: د ملا بورجان اخند له شهادت څخه چې خبر شوې په دې وخت کې ستا او د طالبانو مورال څنګه وو ایا مایوسي درته پیدا شوه او که څنګه؟
ځواب: حقیقت داده چې زه به خاماخا له زیاتي پریشانۍ سره مخ شوی یم خو پروردګار عالم دا توفیق راته راکړ چې زموږ کار په دې باندي نه پاتي شو نه معطل او نه څه مشکلات رامنځته شول، له لږ فکر وروسته خپل کار ته متوجه شو ځکه وخت مو مهم و نو د مایوسي او پریشاني لپاره مو هیڅ وخت نه درلود .
پوښتنه: د شهید ملا بورجان اخند کار اخلاص او تقوا څنګه ارزیابي کوي؟
ځواب: له ملا بورجان اخند سره له ډیره وخته زما تعلق و دانه چې د طالبانو په تحریک کې سره اشنا شوو، د هغه تقوا اخلاص بالکل رښتیني او په حقیقت ولاړ و او هر کار یې د دین په خاطر وو، لکه څنګه یې چې به عمل کې وښوده دغسې هغه له وخته دې صحنې ته تیار و.
دا ما له ده څخه په خپله اوریدلي وو، چې ما تر اوسه پوري د بیت المال یوه روپۍ هم په کور کې نه ده مصرف کړې، نه په مخکې او نه هم په اوسني جهاد کې له دینداره خلګو سره بې زیاته مینه درلوده، ډیر عابد مجاهد و د تهجد لمونځ یې نه قضا کاو، د جګړې په رازونو او پلانونو تر هرچا ښه پوهیده او تر ټولو ډیر مشفق او زړه سواند مشر و چې خلا به یې بیا څوک ډکه نکړي رحمه الله علیه.
پوښتنه: موږ داسي اوریدلي چې په وریښمین تنګي کې طالبانو به سختو ماینونو باندي ورتیر شول راته ویلي شئ څومره شهیدان مو ورکړل؟
ځواب: ما مخکې درته وویل چې په وریښمن تنګي کې پروردګار عالم هغه فیصله وکړه چې زموږ په ګټه وه ځکه موږ د شپې طالبانو ته قومانده ورکړه ترڅو د تنګي له خولې څخه کمر بند ته په شاشي، دښمن ته بیا خدای پاک په زړه کې واهمه ور اچولې وه په هغه شپه له سیمي شاته شوې وه موږ سهار په داسي حال کې د وریښمن تنګي په خوله ور روان شو، چې دوښمن تښتېدلی و نو د ورځي په رڼا کې مو ماینونه وکښل ځکه د ماینونو له سختو ستونزو سره مخ نه شو، او د ماینونو مشکلات خو ډیر زیات ول، که چیري دوئ را روان وای او موږ هم د شپې ورپسې ور روان شوی وای نو به ډیر ستړي او سخت تلفات به مو لیدلي وای.
دغه کار خدای پاک ددې سبب ورګرزاوو چې د شپې تقریبا څلور پنځه ساعته په وریښمین تنګي کې موږ جنګ وکړ، دوئ ډیر نا امیده شوه چې نور مونږ په دوښمن باندي کار نشو کولی بیا به اینده پروګرام ورته جوړه وو، حال دا چې موږ شاته روان شوي وو، دوئ هم وګرزیدل نو بیا ورباندي راغلو او څه مشکلات مو ونه لیدل.
پوښتنه: وروسته له هغې چې ملا بورجان اخند شهید شو تاسو د کابل د فتحي امید درلود؟
ځواب: اول خو دا چې موږ له نورو ځایو څخه تجربه اخیستې وه او بل دا چې د جنګ میدان ته دوښمن راوتل مویو نیک پال ګاڼه، د مثال په توګه اول وار د کندهار څخه زمونږ مخالفین زمونږ مخې ته راووتل خدای پاک کندهار به لاس کې راکړ، بیا دوئ د غزني څخه را ووتل د چار اسیاب لوګر او میدان ښار منطقې خدای پاک په لاس راکړې، له هرات څخه دښمن را ووت هرات یې به لاس راکړ، حصارک ته دښمن راووت حصارک او جلال آباد خدای پاک په لاس راکړ، او دلته چې دوئ له کابله راوتلي وو د تجربې له مخي زموږ همدا هیله وه. او بیا د داسي غټو غټو مشرانو شهادت او قربانۍ وي، نو له دې کبله مو د کابل فتحه وار په وار نږدې بلله.
پوښتنه: وروسته له هغې چې ملا بورجان اخند شهید شو تاسو جنګ ته دوام ورکړ او جنګ وشو که څنګه؟
ځواب: هو موږ جنګ ته دوام ورکړ ماښام مهال سروبې ته راورسیدو لمونځ مو پر لاره وکړ او سروبې ته داخل شو، په دې وخت کې نور ملګري د کلالې او حصارک له لاري راورسیدل موږ هم د زرداد له غونډ سره جنګ شروع کړ مایو بل انډیوال ته وویل چې راډیو باید ونیسو چې ملا بورجان اخند د شهادت وینا کوي او که نه، جنګ په خپل شدت سره روان وو، له انډیوال سره د سړک پر غاړه کښېنستلو بي بي سي رادیو ته مو غوږ ونیو ، د ملا بورجان اخند د شهادت خبر مو په کي وانه ورید، خوشحاله شو او د غونډ فتحه هم خدای رانصیب کړه.
د غوڼد له فتحې وروسته موږ ملګري ملا دوست محمد اخند ، سلام راکټي او دوهم ملا مشر اخند سره کښېنستوچې څه چل به کوو ؟دوئ ته دې خدای پاک عوض ورکړي دایې راته ونه ویل چې ملا بورجان اخند چیرته دی شهید ده که زخمي؟
په دې وخت کې مو دا سلا سره وکړه چې تاسو به د لته بند له لاري ځئ موږ به د ماهیپر په لار ورځو او د کابل د نیولو پلان مو جوړ کړ.
پوښتنه:په دې وخت کښې قومانده ستاسو به غاړه وه؟
ځواب: بلې، دا وخت زه مسئول وم ځکه مخکې هم له شهید ملا بورجان اخند سره د همکار په صفت ورسره وم.
د ورځې د لسو بجو په شاوخوا کې له سروبې څخه موږ جنګ شروع کړ تر دې چې د ماهیپر تونل ته راورسیدو، په تونل کې دوئ سخت مقاومت وکړ او په سړک یې زمونږ یو ټانک هم وویشت ټانګ اور واخیست او لاره بنده شوه، ځکه په ټانګ کې مرمۍ وې دا وخت موږ له زیاتي پریشانۍ سره مخ شوو، په دې فکر کې شوم چې اوس نو کمر بند چیرته واچوو، ځکه تونل تنګ و او ټانګ لاره بنده کړې وه ، د خدای په قدرت سره ټانګ له نیم ساعته وروسته په خپله مخ په شا راغلی او اوبو ته وغورځید، چې دا د الهي نصرت یو ښه مثال وو، اور یې مړ شو اوپکي مرمۍ غلې شوې او زمونږ لاره هم خلاصه شوه.
د ماسپښین لمونځ ما د تونل به غاړه وکړ چې دوې بجې به وې له لمانځه وروسته حاجي معاون صیب ( ملا محمد رباني) له جلال اباد نه راغلی او راته یې وویل زه امیر المؤمنین رالیږلی یم، ترڅو ته د ملا بورجان اخند پر ځای عمومي قومانده په غاړه واخلې او زه به نور قومانداان هم په دې خبره پوه کړم.
ما ورته وویل چې اوس دې خبرې ته ضرورت نشته، طالبان بې له هغې هم زما اطاعت کوي او په دې کار به هغوئ د ملا بورجان اخند په شهادت خبر شي، شاید چې دخپل مشر شهادت یې پر مورال منفي تاثیر وکړي، ده وویل بس سمه خبره ده .
موږ خپل کار جاري وساتی او د تنګي به خوله کې تر ځنځیره راورسیدو اوله ماهیپره راووتو، د ځنځیر په برخه کې دوئ یوڅه مقاومت وکړ، خو بیا موږ ورڅخه ونیو او خط مو واچوی، او دوئ په قوای چار کښې راته ودریدل.
پوښتنه: به دې وخت کښې چې تاسو له ماهیپره راوتي ستاسو شمیر څومره وو؟
ځواب: غالبا دوه سوه نفر وو چې راووتو ، اویو څه طالبان مو شاته هم وو، ماخوستن له نورو انډیوالانو سره هم به تماس کې شوو چې دلته بند لخوا را روان وو، هغوئ وویل چې مونږ د پلچرخې حدود ته در رسیدلي یو، او هم یې د عینکو د کمربند د ماتیدو خبر راکړ، په دې سره د طالبانو روحیه دډیره قوي شوه، زه هم خوشحاله شوم، ځکه چې نور انډیوالان راورسیدل، کار خدای پاک برابر کړ او مشکل نه جوړیدی.
شپه مو چې د میزان د میاشتي پینځمه وه د قوای چار په سیمه کې وکړه، جنګ غلی وو، سهار په اتو بجو مو تعرض شروع کړ د پلچرخي سیمه له جنګ وروسته په الهي نصرت فتحه شوه زموږ ځیني مجاهدین چې د لته بند له خوا یې جنګ شورع کړی وو، د ملا دوست محمد اخند ، ملا فاضل اخند او معلا عبد السلام راکټي په مشرۍ هغه هم د پلچرخي له محبس څخه راتیر شوي وو او له لږ ځنډ وروسته د پلچرخې پر پله سره یوځای شوو، په دې ورځ د ګمرک او حربې پوهنتون په سیمو کې سخت جنګ وشو دمسعود کسانو اخري زور ازمایه دکابل ټول پوځي پر سونل یې خاص یوې نقطې ته متوجه کړی و قومنده خپله مسعود ورکوله خو داچې زموږ مورال لوړ او دکابل دنیولو حتمي فیصله مو کړې وه نو ځکه ددوی دا وروستۍ هڅه هم ناکامه شوه .
تر مازدیګر هغوئ د زیاتو مړو په ورکولو شاتګ ته مجبور شول، او د هماغه مازدیګر لمونځ مو په ګمرک کې وکړ .
د ماښام لمونځ چې وشو بیا مو ډلګۍ مشران سره راوغوښتل چې نور مخکې نه ځو ځکه ښار نابلده وو، او حاجي ملا فضل محمد اخند ته چې د تپه مرجان ، کار ته نو اوشاوخوا سیمو کې یې جنګ کاوه او د جنګ قوماندان و هغه ته مو وویل چې تاسو خبل کرا ته دوام ورکړئ ګوندي وي چې د چار اسیاب لخوا د دوښمن کمر بند را مات شي او موږ د ملا عبد السلام راکټي په مشرۍ کې نور انډیوالان هم ور ولیږل چې هغه تقویه شي.
دوه ساعته وخت چې تیر شو ملګرو وویل چې دوی له کابل څخه د تیشتي به حال کې دی او په ښار کښې یې د یپوګانو ته اور واچوی، او د چار اسیاب په طرف کې هم ددوی خط را مات شو .
پوښتنه: دا وخت به څو بجې وې؟
ځواب: دا وخت چې ما ساعت ته وکتل دشپې څه له پاسه یولس بجې وې.
پوښتنه: وروسته مو څه وکړل؟
ځواب: وروسته مو بیا ملګري یوځای کړل او کابل ته د ننوتلو فیصله مو وکړه، خو ځیني ملګري مو پریښودل او موږ روان شو.
پوښتنه: کابل ته څنګه راننوتلاست په ډله انیزه توګه که په تاکتیکي ډول؟
ځواب: نه موږ یوځای راغلو ځکه موږ ته معلومات وو چې نور په کابل کې دمسعود څوک پاتي نه دي.
پوښتنه: دا وخت چې تاسو داخلیدلاست د کابل ښاریانو استقبال کړاست؟
ځواب: بلې زمونږ مخته په دې شپه کې زیات خلګ راوتلي وو او په ډیره خوشحالۍ سره یې موږ استقبال کړو ټولو دتکبیر نارې وهلې او موږ ارګ ته تیر شو.
پوښتنه : دا وخت چې تاسو ارګ ته ننوتلاست ساعت څو وو؟
ځواب: د شپې دوه بجې به وې.
پوښتنه نجیب مو څه وخت مړ کړ؟
ځواب: نجیب مو هماغه شپه مړ کړ په کومه چې کابل ته داخل شوو،
پوښتنه : د نجیب د مرګ فیصله مو مخکښې کړې وه او که اتفاقي مسئله وه؟
ځواب: منږ مخکښې دا فیصله او مشوره کړې وه چې کله په پلچرخي کښې وو ما خپله د نجیب د مرګ لپاره یوه طالب سره له خپلو افرادو وټاکی او د نجیب د مرګ وظیفه مي ورکړه همغه وو چې هغه طالب خپله وظیفه سرته ورسوله.
پوښتنه هغه طالب اوس ژوندی دی او چیري دی؟
ځواب: بلې هغه اوس هم ژوندی دی او امارت کې خدمت کوي.
پوښتنه: داسي اوازې دي چې د نجیب په مرګ کې د نورو خلګو لاس وو مثلا د پاکستان، ای ایس ای، او یا نور؟
ځواب:نه دا خبره هیڅ حقیقت نه لري دا د دوښمن تبلیغات دي زه دا ټولي خبري بې ځایه او دروغ بولم نجیب زموږ په قوماند ه له مشورې وروسته د یوه طالب لخوا چې د اسلامي تحریک یو تکړه مجاهد دی ووژل شو، هغه وخت غربي میډیا او اوشمالې ټلوالې غوښتل چې دطالبانو دا بریا لږ پیکه کړي نو ځکه یې دنجیب دوژلو قسما قسم ډنډورې شروع کړې نجیب دزرګونو افغانانو یو علني قاتل و مرګ یې تر ټولو لازمي کار و چې دطالب په لاس سره انجام شو .
پوښتنه: به ارګ کښې مو لومړی کار کوم وو؟
ځواب: لومړی اقدام مو دا وو چې ټول مجاهدین مو سره یوځای کړل او امنیتي پوستو شاوخوا تپو او ادارې ارګانونو ته مو واستول، د شپې ترڅلورو بجو پوري زه په ارګ کې په تشکیلاتو بوخت وم.
پوښتنه: ډوډۍ دي چیري وخوړه لمونځ دي چیرته وکړ او ویده چیري شوې؟
ځواب: کله چې له کار لږ خلاص شوم بیا مي وویل چې که د خوراک څه شی پیدا شي، مجاهدو راته وویل چې ریاني ته تیاره شوې ډوډۍ پاتي ده، ما وویل هسي یې راواخلۍ ،او بیا مي ډوډۍ وخوړه لمونځ مو وکړ او د رباني پر شخصي کټ ویده شوم.
پوښتنه: ډوډۍ دي څه شي وخوړه چربه وه که څنګه؟
ځواب: یوه خوله خندا
بله د رباني صیب خوراک وو طبعا به ښه وو.
پوښتنه: دا وخت ته خوشحاله وې او خوږه خاطره دي کومه ده؟
ځواب: تر هغه وخت چې شهید ملا بورجان اخوند ژوندی وو موږ زیات خوشحال وو خو وروسته مو غم او ښادي سره ګډه شوه یو ساعت خفګان بل ساعت خوشحالي .
پوښتنه: ددې ورځي په سهار مو څه وکړل او لومړی کار مو څه وو؟ ځواب: په همدې ورځ کښې هم د ښار په امنیتي مسائأو اخته وو او بیا وروسته دوښمن په تعقیبولو پسي ووتلو، ترڅو چاریکار او جبل السراج هم فتح شول.
پوښتنه: ویل کیږي چې تاسو وروسته زخمي شوی؟
ځواب: بلې زه د چاریکار او جبل السراج په جنګونو کې زخمي شوم چې بیا د تداوي لپاره له صحنې څخه ووتم،
محترم ملا عبدالرازق اخند د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مرستیال دا چې تاسو له مصروفیتونو سره سره مونږ ته وخت راکړ له تاسو څخه یو جهان مننه لوی څښتن مو ټولي قربانۍ او جهادونه قبول کړه، له تاسو نه هم مننه.


