مرکچی: عبد الحنان همت
کوربه: ملا عبدالرزاق اخند
يادونه: لاندې مرکه همغه د فتحې په لومړيو وختو کې له ملا عبد الرزاق اخند(د شهيد ملابورجان له ځايناستي، د کابل فاتح او د لومړۍ دورې د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مرستیال)سره په کابل کې شوې او په هېواد ورځپاڼه او ځیني نورو رسنیو کې چاپ شوې چې له نن څخه۷کاله وړاندې کابل ټکي کام هم خپره کړې ده. دا چې مرکه د ننګرهار، لغمان، کنړ او کابل د فتحو تر څنګ د ملابور جان اخند د شهادت او د ډاکټر نجیب وژل کېدو په ګډون مهم موضوعات را ټولوي؛ د مېزان د شپږمې پر وياړ یې بیا ځلې خپروو.
محترم ملا عبد الرزاق اخند زمونږ لومړۍ پوښتنه داده چې: لکه څنګه چې د ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل فتحو بهير د پکتیکا ولایت د اورګون له ولسوالۍ سرچینه اخلي؛ که ووایاست چې دغه ولایت ته په کوم تکل ولاړاست او د چا لخوا امر درته وشو؟.
ځواب: هغه وخت ما د دغو ولایاتو د تنظیمه رئیس دنده درلوده. د امیر المؤمنین لخوا هدایت وشو او زه د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ ته ولاړم. هلته د خالد په نامه یوه قوماندان بغاوت کړی و، موږ چې ورغلو هغه مشکل په لنډ وخت کې د خدای جل جلاله په نصرت پای ته ورسېد، او هغه سیمې مو بېرته پاکې کړې.
پوښتنه: وروسته له هغه چې د اورګون مسئله حل شوه سپینې شګې ته څنګه راغلاست؟.
ځواب: په هغه وخت کې دښمن موږ ته یوه لویه دسیسه جوړه کړه او د قومونو تر منځ یې تفرقه پیدا کړه. بیا موږ ته ملا بورجان اخند هدایت وکړ چې زه باید سپینې شګې ته ولاړ شم او هلته د قومونو تر منځ، پېښې شوې ستونزې حل کړم، موږ هلته مسئله حل کړه او دوی سپینه شګه د خدای به نصرت فتحه کړه.
پوښتنه: هلته مقاومت وشو که څنګه؟.
ځواب: بلې ! هلته زیات جنګ وشو او وروسته له جنګه فتحه شوه، ډېره وسله او پوځي وسائط په لاس راغله.
پوښتنه: بیا وروسته څه پېښ شول؟.
ځواب: په دغه وخت کې یوه بله عجیبه خبره پېښه شوه هغه دا چې قوماندان مسعود احوال رالیږلي وو چې زه تسلیمېږم، ما ته امیر المؤمنین هدایت وکړ چې ته مذاکرات ورسره وکړه، زه چې میدان ښار ته ورغلم د مسعود د پلاوي مشري د مولوي قربان په غاړه وه او موږ ته یې وویل چې موږ لومړی تاسې ته د سپینې شګې مبارکي وایو او بل یې دا وویل چې مسعود وایي زه د خپل ځان د سپینولو لپاره دې ته حاضر یم چې تاسې ته حکمتیار، رباني او سیاف کندهار ته درولم، او تاسې ته یې تسلیم کړم، خو موږ دا خبره د قوماندان مسعود فریب او له جهاد سره جفا وبلله. مونږ ورته وویل که تاسې صادق یې نو له موږ سره په نورو مسائلو کې مرسته وکړئ، خو په مجموع کې موږ ته معلومه شوه چې خپله مسعود د قدرت پرېښودلو ته تیار نه دی، غواړي چې نور له مخې لرې کړي او موږ بدنام کړي.
پوښتنه: وروسته له هغه چې تاسې د حصارک ولسوالۍ ته ورسېدلاست، تاسې بیا څه وکړل؟. ایا د مشرقي شورا له مشرانو سره مو تماس ونیوی؟.
ځواب : بلې ! موږ یو هیئت مشرقي شورا او حاجي قدیر ته ولېږه او د جنګ نه کولو غوښتنه مو ځینې وکړه. دوی ته مو هم اطمینان ورکړ او ورته مو وویل چې تاسې ته د خدمت کولو زمینه هم برابره ولی شو خو تاسې جګړه مه کوئ.
ولې دوی ونه منله او زمونږ په مقابل کې زیات مسلح کسان مخې ته راوایستل او جګړه یې شروع کړه. په هغه شپه سخت جنګ وشو، خو د دوی په ماته سره پای ته ورسېد. سهار موږ ته معلومات وشو چې دښمن وتلی دی او خپله حاجي قدیر هم په پېښور کې زمونږ د نمائندګي ملګرو ته ویلي و چې مونږ جلال آباد پرېښود، موږ سهار پر اته بجې له حصارک ولسوالۍ د ښار پر لوري حرکت وکړ.
څه مجاهدین مو په حصارک کې پرېښودل، موږ ته په لاره کې د انجنیر محمود کسانو حال راکړ چې د قومندان شمالي ورور د جلال آباد ځیني قوماندانان شهیدان کړل او حضرت علي ښار ته د مسعود نفر را داخل کړل. تاسې ښار ته د جلال آباد د لواء له لارې چې زموږ په لاس کې ده؛ داخل شئ، خو موږ د هغوی په خبرو دومره اعتماد نشوای کولی او د درونټې لار مو ونیوله. د دورنټې او حصارک به منځ کې موږ ته د حضرت علي او د نظار شورا کسانو کمین نیولی و او جګړه شروع شوه، خو دا چې هغوی مخکې له مخکې لا مورال بایللی و؛ له لږ مقاومت وروسته ماته په ګډه شوه. دا وخت د جلال اباد ښار ته د مسعود خلک زیات ننوتلي وو، بیا تر هغه چې موږ ښار ته ننوتلو زیات جنګ وشو، خو هغوی یا بېرته ووتل او یا مړه شول.
پوښتنه: تاسې چې کله جلا آباد ښار ته داخل شوی، ستاسې شمېر به څومره وو؟.
ځواب: موږ چې کله جلال آباد ته داخلېدلو زموږ شمېر زر نفرو ته رسېدی .
پوښتنه: کله چې ښار ته داخل شوی، ستاسې استقبال وشو که څنګه؟.
ځواب: تعجب وړ خبره داده چې په دومره جنګ کې هم هغوی موږ په ډېرو ولولو او ګلانو استقبال کړو، او د زیاتې خوشحالۍ اظهار یې کاوه.
پوښتنه: وروسته د جلال آباد تر فتحې تاسې بیا لغمان ته ولاړاست هلته څه پېښ شول؟.
ځواب: دا داسي کیسه وه چې هغوی غوښتل د لغمان د دوراهي له لارې پر موږ حمله وکړي. موږ له جلال آباد څخه د دفاع په غرض را ووتلو. کله چې په دوراهي کې له سخت جنګ څخه وروسته هغوی ماتې وخوړه؛ موږ د ملا بورجان اخند په قومانده هغوی پسې تعقیب کړل. په مهتر لام کې جنګ نه دی شوی، صرف د علیشنګ او دولت شاه په ولسوالیو کې جنګ وشو چې هغه هم وروسته ژر ختم شو او په دې ډول لغمان ولایت هم د الله ج په نصرت سره په کم وخت کې فتح شو.
پوښتنه تاسې کونړ ته څه وخت ولاړاست؟.
ځواب: موږ وروسته له درو-څلورو ورځو د قافلې د سالار ملا بورجان اخند په مشرۍ کنړ ته روان شوو چې هلته هم د جلال آباد او کونړ په منځ کې هغوی سخت مقاومت وکړ. د لوی خدای ( ج) په نصرت او د مجاهدینو د اخلاص او زړه ورتوب له کبله شاتګ ته مجبور شول او موږ په همدې ورځ د اسعد اباد ښار او مربوطه سیمې فتحه کړې.
پوښتنه: په لغمان او کونړ کې د دښمن د جنګ قوماندان څوک و؟.
ځواب: یو حضرت علي او بل عبدالله جان یې مشهور و.
پوښتنه: تر دې وخته ستاسې او د هغوی تلفات څومره وو؟.
ځواب: زمونږ تلفات خو ډېر کم وو او د تلفاتو کمبود موږ د خدای جل جلاله د نصرت یوه نمونه بلله، خو د دوی تلفات تر موږ ډېر زیات وو، ولې دقیق نشم ویلی.
پوښتنه: وروسته له دې چې کونړ فتحه شو تاسې بیا جلال اباد ته څه وخت راغلاست؟.
ځواب: د اسعد اباد ښار ته موږ په شپه کې ورسېدلو، ماته په هغه شپه ملا بورجان اخند حال را وکړ چې ته له څه ملګرو سره بېرته جلال آباد ته ولاړ شه، ځکه ملا محمد رباني اخند حال راکړی دی چې پر جلال آباد د کابل لخوا حمله کېږي .
پوښتنه: ملا بورجان اخند چېرته و؟.
ځواب: ملا بورجان اخند د اسعد آباد په قوماندانۍ کې او زه د ولایت په مقام کې وم. وروسته له هغه زه او ملګري په دغه شپه جلال آباد ته را ورسېدلو او د دوراهي په سیمه کې موږ پر دوی تعرض شروع کړ. وروسته له سختې جګړې دوی تر ورېښمین تنګي پورې شاتګ ته مجبور شول. زما په فکر کې دا وو چې موږ به هم بېرته شاته ځو او بل ځای به کمر بند جوړوو، خو د دوی له مخابرې مو د عقب نشېني امر واوریدلو. څه وخت وروسته چې موږ لږ ورمخکې شو، دوی تښتېدلي وو او شپه هم تېره وه. سهار چې لمر را وخوت پسې روان شو، دوی په لاره کې زیات ماینونه ایښي ول، خو هغه موږ وکښل، صرف دوه موټره ماینونو والوزول.
پوښتنه : تاسې دلته په ورېښمین تنګي کې تم سواست او که مو دستي دښمن تعقیب کړ؟.
ځواب: موږ دوې ورځې دلته پاتې شوو، خو چې ملا بورجان اخند له کونړه راورسېد؛ وروسته مو بیا د جنګ پروګرام جوړ کړ.
پوښتنه: دا وخت به ستاسې شمېر څومره و؟.
ځواب: شپږ اوه سوه.
پوښتنه : د جنګ پروګرام مو څنګه جوړ کړ؟.
د جنګ پروګرام داسي و چې حاجي ملا فضل محمد اخند او ملګري چې حصارک کې پاتي شوي وو؛ هغوی ته وظیفه ورکول شوه چې تاسې له دغې لارې او موږ به له دې لارې پر سروبي(ولسوالۍ)درشو او کار به شروع کړو، نو درېیمه ورځ وه چې موږ پر یوه بجه د ماسپښین په ورېښمین تنګي کې د ملا بورجان اخند په قومانده جګړه شروع کړه، عملیات ډېر کامیابه او جنګ ډېر ښه په شوق سره روان و او ډېر سخت جنګ و. وروسته له هغه چې موږ د دوی درې کمر بنده یو په بل پسې مات کړل؛ دلته د میزان د میاشتې څلورمه او د ماسپښین څلور بجې وې چې د اسلامي تحریک سپه سالار او رښتیني مجاهد ملا بورجان اخند د یوه ازلي نامرد لخوا د راکټ یا هشتاد دو په مرمۍ ولګېد او ځا پر ځای شهید شو. انا لله و انا الیه راجعون.
پوښتنه : کله چې ملا بورجان اخند شهید کېدو ته ورنږدې وې؟. تاپه هغه حالت کې ولید؟.
ځواب: بلې ! زه ډېر ورلنډ وم. چې کله ولګېد؛ سمدستي مو پټو( څادر)ورباندي واچاوه او په موټر کې مو کېښود. نږدې ملګرو ته مو اطمینان ورکړ او ورته ومو ویل چې نور مجاهدین باید نشي خبر، دی مو رخصت کړ. هغه وخت ما ټول نژدې ملګري پوهه کړل چې خبره پټه وساتئ، ترڅو د ده شهادت د ملګرو پر مورال منفي تاثیر ونه کړي.
پوښتنه ستا او د ملا بورجان اخند تر منځ وروستۍ خبره کومه وه؟.
ځواب : د تعجب وړ خبره خو دا وه چې ده ماته وظیفه راکړې وه چې ته به د کاروان تر شا راځې هغه به منظم کوې. زه دوه ځله را مخکې شوی وم، بیا به ده راته وویل چې ته شاته شه مخکې خو دا زه یم، دا درېیم وار ده زه بیا رامخکې شوم. نژدې سره ولاړ و، ده راته وویل چې زما دا درې څلویښتم ماین ده چې کاږم یې. په دغه حالت کې د دوښمن لخوا ټکان زیات شول، ده ماته وکتل وې ویل چې ټانګ ته امر وکړه او ټانګ را مخې ته کړئ. چې ما مخ د ټانګ وخواته کړ، په دې وخت کې دی ولګېد او شهید شو.
پوښتنه: دستي شهید شو که څه وخت ژوندی وو؟.
ځواب: نه ! دستي شهید شو.
پوښتنه: د ملا بورجان اخند له شهادت څخه چې خبر شوې؛ په دې وخت کې ستا او د طالبانو مورال څنګه و؟. ایا مایوسي درته پیدا شوه او که څنګه؟.
ځواب: حقیقت دا ده چې زه به خاماخا له زیاتې پریشانۍ سره مخ شوی یم، خو پروردګار عالم دا توفیق راته راکړ چې زموږ کار په دې باندې نه پاتې شو، نه معطل او نه څه مشکلات رامنځته شول. له لږ فکر وروسته خپل کار ته متوجه شوو، ځکه وخت مو مهم و، نو د مایوسي او پریشاني لپاره مو هیڅ وخت نه درلود.
پوښتنه: د شهید ملا بورجان اخند کار اخلاص او تقوا څنګه ارزیابي کوی؟.
ځواب: له ملا بورجان اخند سره له ډېره وخته زما تعلق و، دا نه چې د طالبانو په تحریک کې سره اشنا شوو، د هغه تقوا اخلاص بالکل رښتیني او په حقیقت ولاړ و او هر کار یې د دین په خاطر و، لکه څنګه یې چې په عمل کې وښوده؛ دغسې هغه له وخته دې صحنې ته تیار و.
دا ما له ده څخه په خپله اوریدلي و چې ما تر اوسه پورې د بیت المال یوه روپۍ هم په کور کې نه ده مصرف کړې، نه په مخکې او نه هم په اوسني جهاد کې. له دینداره خلګو سره بې زیاته مینه درلوده، ډېر عابد مجاهد و، د تهجد لمونځ یې نه قضا کاوه، د جګړې په رازونو او پلانونو تر هرچا ښه پوهیده او تر ټولو ډېر مشفق او زړه سواند مشر و چې خلا به یې بیا څوک ډکه نکړي رحمه الله علیه.
پوښتنه: موږ داسې اوریدلي چې په ورېښمین تنګي کې طالبان په سختو ماینونو باندې ورتېر شول. راته ویلي شی څومره شهیدان مو ورکړل؟.
ځواب: ما مخکې درته وویل چې په ورېښمن تنګي کې پروردګار عالم هغه فیصله وکړه چې زموږ په ګټه وه، ځکه موږ د شپې طالبانو ته قومانده ورکړه، ترڅو د تنګي له خولې څخه کمر بند ته په شاشي. دښمن ته بیا خدای پاک په زړه کې واهمه ور اچولې وه، په هغه شپه له سیمې شاته شوی و. موږ سهار په داسې حال کې د ورېښمن تنګي په خوله ور روان شو چې دښمن تښتېدلی و، نو د ورځي په رڼا کې مو ماینونه وکښل، ځکه د ماینونو له سختو ستونزو سره مخ نه شو او د ماینونو مشکلات خو ډېر زیات ول. که چېرې دوی را روان وای او موږ هم د شپې ورپسې ور روان شوی وای، نو به ډېر ستړي او سخت تلفات به مو لیدلي وای.
دغه کار خدای پاک د دې سبب ورګرزاو چې د شپې تقریبا څلور-پنځه ساعته په ورېښمین تنګي کې موږ جنګ وکړ، دوی ډېر نا امیده شوو چې نور مونږ په دښمن باندې کار نه شو کولی، بیا به اینده پروګرام ورته جوړوو، حال دا چې موږ شاته روان شوي وو، دوی هم وګرځېدل، نو بیا ورباندې راغلو او څه مشکلات مو ونه لیدل.
پوښتنه: وروسته له هغې چې ملا بورجان اخند شهید شو؛ تاسې د کابل د فتحي امید درلود؟.
ځواب: اول خو دا چې موږ له نورو ځایو څخه تجربه اخیستې وه او بل دا چې د جنګ میدان ته دښمن را وتل مو یو نېک پال ګاڼه. د مثال په توګه: اول وار د کندهار څخه زمونږ مخالفین زمونږ مخې ته راووتل، خدای پاک کندهار به لاس کې راکړ. بیا دوی د غزني څخه را ووتل، د چار اسیاب لوګر او میدان ښار منطقې خدای پاک په لاس راکړې، له هرات څخه دښمن را ووت، هرات یې پر لاس راکړ، حصارک ته دښمن راووت، حصارک او جلال آباد خدای پاک په لاس راکړ او دلته چې دوی له کابله راوتلي وو؛ د تجربې له مخې زموږ همدا هیله وه او بیا د داسي غټو غټو مشرانو شهادت او قربانۍ وې، نو له دې کبله مو د کابل فتحه وار په وار نږدې بلله.
پوښتنه: وروسته له هغې چې ملا بورجان اخند شهید شو؛ تاسې جنګ ته دوام ورکړ او جنګ وشو که څنګه؟.
ځواب: هو ! موږ جنګ ته دوام ورکړ، ماښام مهال سروبي ته راورسېدو، لمونځ مو پر لاره وکړ او سروبي ته داخل شوو. په دې وخت کې نور ملګري د کلالې او حصارک له لارې راورسېدل، موږ هم د زرداد له غونډ سره جنګ شروع کړ. ما یو بل انډیوال ته وویل چې راډیو باید ونیسو چې ملا بورجان اخند د شهادت يادوي او که نه؟. جنګ په خپل شدت سره روان و، له انډیوال سره د سړک پر غاړه کېنستلو، بي بي سي رادیو ته مو غوږ ونیو، د ملا بورجان اخند د شهادت خبر مو په کې وانه ورید، خوشحاله شو او د غونډ فتحه هم خدای رانصیب کړه.
د غوڼد له فتحې وروسته موږ ملګري ملا دوست محمد اخند، سلام راکټي او دوهم ملا مشر اخند سره کېنستو چې څه چل به کوو؟. دوی ته دې خدای پاک عوض ورکړي دایې راته ونه ویل چې ملا بورجان اخند چېرته دی؟. شهید ده که زخمي؟.
په دې وخت کې مو دا سلا سره وکړه چې تاسې به د لته بند له لارې ځئ، موږ به د ماهیپر په لار ورځو او د کابل د نیولو پلان مو جوړ کړ.
پوښتنه:په دې وخت کې قومانده ستاسې په غاړه وه؟.
ځواب: بلې ! دا وخت زه مسئول وم، ځکه مخکې هم له شهید ملا بورجان اخند سره د همکار په صفت ورسره وم.
د ورځې د لسو بجو په شاوخوا کې له سروبي څخه موږ جنګ شروع کړ، تر دې چې د ماهیپر تونل ته راورسېدو. په تونل کې دوی سخت مقاومت وکړ او په سړک یې زمونږ یو ټانک هم وویشت. ټانګ اور واخیست او لاره بنده شوه، ځکه په ټانګ کې مرمۍ وې. دا وخت موږ له زیاتي پریشانۍ سره مخ شوو، په دې فکر کې شوم چې اوس نو کمر بند چېرته واچوو؟. ځکه تونل تنګ و او ټانګ لاره بنده کړې وه. د خدای په قدرت سره ټانګ له نیم ساعته وروسته په خپله مخ په شا راغلی او اوبو ته وغورځید، چې دا د الهي نصرت یو ښه مثال و. اور یې مړ شو او په کي مرمۍ غلې شوې او زمونږ لاره هم خلاصه شوه.
د ماسپښین لمونځ ما د تونل به غاړه وکړ چې دوې بجې به وې. له لمانځه وروسته حاجي معاون صیب (ملا محمد رباني)له جلال اباد نه راغلی او راته یې وویل زه امیر المؤمنین رالیږلی یم، ترڅو ته د ملا بورجان اخند پر ځای عمومي قومانده په غاړه واخلې او زه به نور قوماندانان هم په دې خبره پوه کړم.
ما ورته وویل چې اوس دې خبرې ته ضرورت نشته، طالبان بې له هغې هم زما اطاعت کوي او په دې کار به هغوی د ملا بورجان اخند په شهادت خبر شي، شاید چې د خپل مشر شهادت یې پر مورال منفي تاثیر وکړي. ده وویل بس سمه خبره ده.
موږ خپل کار جاري وساتی او د تنګي به خوله کې تر ځنځیره راورسېدو اوله ماهیپره راووتو، د ځنځیر په برخه کې دوی یوڅه مقاومت وکړ، خو بیا موږ ورڅخه ونیو او خط مو واچوی، او دوی په قوای چار کې راته ودریدل.
پوښتنه: به دې وخت کې چې تاسې له ماهیپره راوتي ستاسې شمېر څومره وو؟.
ځواب: غالبا دوه سوه نفر وو چې راووتو او یو څه طالبان مو شاته هم وو. ماخوستن له نورو انډیوالانو سره هم په تماس کې شوو چې دلته بند لخوا را روان وو، هغوی وویل چې مونږ د پلچرخي حدودو ته در رسېدلي یو، او هم یې د عینکو د کمربند د ماتیدو خبر راکړ. په دې سره د طالبانو روحیه ډېره قوي شوه، زه هم خوشحاله شوم، ځکه چې نور انډیوالان راورسېدل، کار خدای پاک برابر کړ او مشکل نه جوړیدی.
شپه مو چې د میزان د میاشتې پینځمه وه؛ د قوای چار په سیمه کې وکړه، جنګ غلی وو. سهار په اتو بجو مو تعرض شروع کړ، د پلچرخي سیمه له جنګ وروسته په الهي نصرت فتحه شوه، زموږ ځیني مجاهدین چې د لته بند له خوا یې جنګ شورع کړی و؛ د ملا دوست محمد اخند، ملا فاضل اخند او ملا عبد السلام راکټي په مشرۍ هغه هم د پلچرخي له محبس څخه راتېر شوي وو او له لږ ځنډ وروسته د پلچرخي پر پله سره یو ځای شوو.
په دې ورځ د ګمرک او حربي پوهنتون په سیمو کې سخت جنګ وشو، د مسعود کسانو اخري زور ازمایه، د کابل ټول پوځي پر سونل یې خاص یوې نقطې ته متوجه کړی و، قومنده خپله مسعود ورکوله، خو دا چې زموږ مورال لوړ او د کابل د نیولو حتمي فیصله مو کړې وه؛ نو ځکه د دوی دا وروستۍ هڅه هم ناکامه شوه.
تر مازدیګر هغوی د زیاتو مړو په ورکولو شاتګ ته مجبور شول، او د هماغه مازدیګر لمونځ مو په ګمرک کې وکړ.
د ماښام لمونځ چې وشو؛ بیا مو ډلګۍ مشران سره راوغوښتل چې نور مخکې نه ځو، ځکه ښار نابلده و او حاجي ملا فضل محمد اخند ته چې د تپه مرجان، کارته نو او شاوخوا سیمو کې یې جنګ کاوه او د جنګ قوماندان و؛ هغه ته مو وویل چې تاسې خپل کار ته دوام ورکړئ، ګوندې وي چې د چار اسیاب لخوا د دوښمن کمر بند را مات شي او موږ د ملا عبد السلام راکټي په مشرۍ کې نور انډیوالان هم ور ولیږل چې هغه تقویه شي.
دوه ساعته وخت چې تیر شو ملګرو وویل چې دوی له کابل څخه د تېښتې په حال کې دي او په ښار کې یې ډیپوګانو ته اور واچوی او د چار اسیاب په طرف کې هم د دوی خط را مات شو.
پوښتنه: دا وخت به څو بجې وې؟.
ځواب: دا وخت چې ما ساعت ته وکتل د شپې څه له پاسه یوولس بجې وې.
پوښتنه: وروسته مو څه وکړل؟.
ځواب: وروسته مو بیا ملګري یوځای کړل او کابل ته د ننوتلو فیصله مو وکړه، خو ځیني ملګري مو پرېښودل او موږ روان شو.
پوښتنه: کابل ته څنګه راننوتلاست؟. په ډله انیزه توګه که په تاکتیکي ډول؟.
ځواب: نه ! موږ یو ځای راغلو، ځکه موږ ته معلومات وو چې نور په کابل کې د مسعود څوک پاتې نه دي.
پوښتنه: دا وخت چې تاسې داخلیدلاست؛ د کابل ښاریانو استقبال کړاست؟.
ځواب: بلې ! زمونږ مخته په دې شپه کې زیات خلګ راوتلي وو او په ډېره خوشحالۍ سره یې موږ استقبال کړو، ټولو د تکبېر نارې وهلې او موږ ارګ ته تېر شوو.
پوښتنه: دا وخت چې تاسې ارګ ته ننوتلاست ساعت څو وو؟.
ځواب: د شپې دوه بجې به وې.
پوښتنه: نجیب مو څه وخت مړ کړ؟.
ځواب: نجیب مو هماغه شپه مړ کړ په کومه چې کابل ته داخل شوو.
پوښتنه: د نجیب د مرګ فیصله مو مخکې کړې وه او که اتفاقي مسئله وه؟.
ځواب: مونږ مخکې دا فیصله او مشوره کړې وه چې کله په پلچرخي کې وو؛ ما خپله د نجیب د مرګ لپاره یوه طالب سره له خپلو افرادو وټاکی او د نجیب د مرګ وظیفه مې ورکړه، همغه وو چې هغه طالب خپله وظیفه سرته ورسوله.
پوښتنه هغه طالب اوس ژوندی دی او چېرې دی؟.
ځواب: بلې هغه اوس هم ژوندی دی او امارت کې خدمت کوي.
پوښتنه: داسې اوازې دي چې د نجیب په مرګ کې د نورو خلګو لاس وو. مثلا د پاکستان، ای ایس ای، او یا نور؟..
ځواب: نه ! دا خبره هیڅ حقیقت نه لري، دا د دښمن تبلیغات دي، زه دا ټولې خبرې بې ځایه او دروغ بولم. نجیب زموږ په قومانده له مشورې وروسته د یوه طالب لخوا چې د اسلامي تحریک یو تکړه مجاهد دی؛ ووژل شو. هغه وخت غربي میډیا او شمالي ټلوالې غوښتل چې د طالبانو دا بریا لږ پیکه کړي، نو ځکه یې د نجیب د وژلو قسما قسم ډنډورې شروع کړې. نجیب د زرګونو افغانانو یو علني قاتل و، مرګ یې تر ټولو لازمي کار و چې د طالب په لاس سره انجام شو.
پوښتنه: په ارګ کې مو لومړی کار کوم وو؟.
ځواب: لومړی اقدام مو دا و چې ټول مجاهدین مو سره یوځای کړل او امنیتي پوستو شاوخوا تپو او اداري ارګانونو ته مو واستول. د شپې تر څلورو بجو پورې زه په ارګ کې په تشکیلاتو بوخت وم.
پوښتنه: ډوډۍ دې چېرې وخوړه، لمونځ دې چېرته وکړ او ویده چېرې شوې؟.
ځواب: کله چې له کار لږ خلاص شوم، بیا مې وویل چې که د خوراک څه شی پیدا شي، مجاهدو راته وویل چې رباني ته تیاره شوې ډوډۍ پاتې ده. ما وویل هسې یې راواخلئ او بیا مې ډوډۍ وخوړه، لمونځ مو وکړ او د رباني پر شخصي کټ ویده شوم.
پوښتنه: ډوډۍ دې څه شی وخوړه؟ چربه وه که څنګه؟.
ځواب: یوه خوله خندا. بلې ! د رباني صیب خوراک وو طبعا به ښه وو.
پوښتنه: دا وخت ته خوشحاله وې او خوږه خاطره دې کومه ده؟.
ځواب: تر هغه وخت چې شهید ملا بورجان اخوند ژوندی و؛ موږ زیات خوشحال وو، خو وروسته مو غم او ښادي سره ګډه شوه، یو ساعت خفګان بل ساعت خوشحالي.
پوښتنه: د دې ورځي په سهار مو څه وکړل او لومړی کار مو څه و؟.
ځواب: په همدې ورځ کې هم د ښار په امنیتي مسائلو اخته وو او بیا وروسته د دښمن په تعقیبولو پسي ووتلو، ترڅو چاریکار او جبل السراج هم فتح شول.
پوښتنه: ویل کېږي چې تاسې وروسته زخمي شوی؟.
ځواب: بلې ! زه د چاریکار او جبل السراج په جنګونو کې زخمي شوم چې بیا د تداوي لپاره له صحنې څخه ووتم.
د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مرستیال محترم ملا عبدالرازق اخند ! دا چې تاسې له مصروفیتونو سره-سره مونږ ته وخت راکړ؛ له تاسې څخه یو جهان مننه، لوی څښتن مو ټولې قربانۍ او جهادونه قبول کړه.
له تاسې نه هم مننه.