تخار: طالبانو د عملیاتي عسکرو یوه چورلکه نسکوره کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۱ فرید افغان
راپورونه وایي چې د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ اړوند بصیرخیلو او قره تپه سیمو کې د پیل شویو عملیاتو په لړ کې طالبانو په مخامخ برید کې د افغان عسکرو یوه چورلکه
را نسکوره کړې.
طالبانو د پیښې د پخلي ترڅنګ ویلي چې یادو هلکوبترو د ملکي خلکو په میشت ځایونو بمبار کاوو چې طالبانو برید پرې وکړ او په جري قشلاق سیمه کې یې رانسکوره کړه.
طالبانو ویلي چې “دا هغه هندي هلیکوبتره وه چې د هند هیواد لخوا د کابل ادارې ته د ولس وژنې لپاره ورکړل شوې او وخت په وخت زموږ په هیواد کې د ولسي خلکو کورونه هدف ګرځوي، د ښځو او ماشومانو په ګډون د ګڼو ملکي خلکو د تلف کیدو سبب ګرځي“
د یادونې وړ ده چې له تیرو څو ورځو راهیسې د دې ولایت په درقد ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا پراخ پوځي عملیات پیل شوي چې په ترڅ کې یې تیره ورځ د تخار ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور ادعا وکړه چې د طالبانو تر ولکې لاندې یې عمري ښارګوټی چې د ولسي خلکو له خوا په ۱۵۰ جریبه ځمکه کې په اساسي توګه رغول شوی وو نیولی او د له منځه وړلو پلان یې لري.
حکومت ویلي چې ښارګوټی سره له دې چې د ولسي خلکو له خوا رغول شوی خو له دې کبله چې د طالبانو عایداتي سرچینه جوړه نه شي په کامله توګه تخریبوي.


