کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د سمنګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا په فیروز نخچیر ولسوالۍ کې د دوه پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
دغه پروژې چې د څه باندې درې میلیونه افغانۍ په لګښت بشپړې شوې، په کې د دوه کیلومتره سړک جوړول او ترمیم، او د څښاک پاکو اوبو شپږ ذخیرې کیندل شامل دي.
د دې پروژو په بشپړیدو سره د فیروز نخچیر ولسوالۍ اوسېدونکو ته د سړک او پاکو اوبو اړوند ستونزې تر ډېره هوارې شوې.
د سمنګان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسؤلین وایي، دغه ډول پروژې د ولایت د کلیو د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي په هدف ترسره کېږي.