کابل ټکی کام (چهارشنبه، غبرګولی ۱۴، ۱۴۰۴):
د اسلامي امارت د سترې محکمې د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني په لارښوونه، د هېواد له بېلابېلو زندانونو څخه ۲۵۰۹ بندیان د معافۍ او تخفیف له فرمان څخه برخمن شول.
سترې محکمه وايي، له یادو بندیانو څخه ۹۵۰ تنه بشپړ ازاد او ۱۵۵۹ نورو ته د بند موده کمه شوې ده.
یاد اقدام د بامیان، هرات، هلمند، لغمان، ننګرهار، پروان، کاپیسا او کندز ولایتونو په زندانونو کې د ځانګړو کمیټو له خوا ارزول شوی او مستحق کسان له شفافو مراحلو وروسته ازاد یا هم د تخفیف وړ ګرځېدلي دي.
چارواکي وايي، د هغو کسانو دوسیې هم څېړل شوي چې لا هم په توقیف کې دي، خو د تخفیف شرایط یې نهدي پوره کړي.