خان یونس کې د قسام کمین؛ ۵ تنه صهیونیستي عسکر وژل شوي او ګڼ ټپیان دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطیني رسنۍ ” قدس نیوز” د خبر له مخې د خان یونس ختیځه سیمه کې د مقاومت د وسله‌والو ځواکونو له‌خوا په یوه تاکتیکي کمین کې د صهیونیستي پوځ لږ تر لږه ۵ عسکر وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې ځینې سخت ټپیان هم شامل دي، چې د اسرائیلي پوځ اړوند هیلي‌کوپټرونو له‌خوا ایخلوف او بیلنسون روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د پېښې جزئیات ښيي چې د مقاومت کمین د اسرائیلي عسکرو لپاره یو له هغو درنو بریدونو څخه بلل کېږي چې د غزې جګړې له پیله تر اوسه ترسره شوي دي.

د ویلو ده، چې تر اوسه د اسرائیلي پوځ په رسمي توګه خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې پخلی نه دی کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button