غزه کې خونړۍ نښتې؛ ګڼ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او یو ژوندی نیول شوی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د خانیونس په لویدیځو سیمو کې یې د یو تاکتیکي کمین پر مهال شپږ صهیونیستي عسکر وژلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال یې یو صهیونیستي عسکر ژوندی نیولی دی، چې د مقاومت لپاره یوه مهمه لاسته‌راوړنه بلل کېږي.

دا برید هغه مهال ترسره شوی، چې د اشغالګرو ځواکونو یوه ګزمه د خانیونس اړوند سیمه کې د مقاومت ځواکونو له خوا تر څار لاندې وه. حماس وايي، ځواکونو یې مخکې له مخکې سیمه کې ماینونه ایښي و او تر درنو چاودنو وروسته یې اشغالګرو پوځیانو باندې ناڅاپي او بریالي عملیات ترسره کړي دي.

د ویلو ده، چې صهیونیستي پوځ د دې پېښې په اړه تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د اشغالګرو اړوند رسنۍ د عسکرو مرګ‌ژوبله تاییدوي.

 

مربوطه مطالب

Back to top button