کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۴):
د حماس د سیاسي دفتر او د مذاکراتي پلاوي مشر، ډاکټر خلیل الحیة، ویلي چې د فلسطین ولس د نړۍ له بېپروايۍ وروسته، یواځې د اشغال پر وړاندې جګړه کوي او دا جګړه د ثبات او موجودیت جګړه ده.
نوموړي دا څرګندونې د لوی اختر په مناسبت د وینا پر مهال وکړې او ویې ویل چې اشغالګر رژیم هڅه کوي چې فلسطینیان له خپلې خاورې وباسي او هلته قومي تصفیه عملي کړي زیاته يې کړه: “زموږ دښمن د فلسطین د هویت ختمولو هڅه کوي، خو زموږ ولس د صبر، ثبات او ایمان نمونه ثابته شوې ده.”
الحیة وویل چې حماس چمتو دی د یوه جدي او هدفمند مذاکراتي پړاو برخه شي، ترڅو یوه دایمي اوربند ته ورسېږي او د غزې محاصره پای ته ورسول شي ويې ويل چې د منځګړو هېوادونو سره هڅې لا هم دوام لري.
نوموړي همداراز وویل چې حماس د امریکا د استازي، سټیف ویټکوف، وروستی وړاندیز رد کړی نه دی، بلکې خپلې یادونې يې وړاندې کړې دي څو دا طرحه نوره هم اصلاح شي او د بیا جګړې د مخنیوي تضمین ولري. “موږ له پیل څخه له ټولو وړاندیزونو سره په مثبت او انعطاف منونکي ډول چلند کړی، خو دا د اسرائيلو اشغالګر رژیم دی چې تل د هوکړې پر وړاندې خنډ جوړ شوی دی.”
د الحیة په وینا، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د شخصي او ایډیالوژیکو انګېزو له امله د جګړې ختمول نه غواړي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د امریکا استازي، د غزې د اوربند طرحه ویټو کړه، چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.
ډېرو هېوادونو امریکا د اسرائیلي اشغالګرو په روانه نسلوژنه کې شریکه بللې ده.


















