ابو عبيده: د خان‌يونس جګړه د اشغالګرو د بربادۍ يو مثال دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي غورځنګ د پوځي څانګې د القسام لېوا وياند ابو عبيده ويلي، چې په خان‌يونس کې اشغالګرو ته رسېدلي درانه زيانونه، يوازې يوه نمونه ده له هغې صحنې چې د دښمن ځواکونه به يې په هر ميدان کې تجربه کوي.

هغه زياته کړه: «د دښمن لپاره بله لار نه ده پاتې، يا به خپل مشران دې ته اړ باسي چې د نسل‌وژنې دا جګړه بنده کړي، يا به نور خپل اولادونه د تابوتونو په بڼه له ميدان راټولوي.»

ابو عبيده ټينګار وکړ، چې مقاومت به تر هغې مبارزه روانه وساتي، څو اشغال پای ته ونه رسېږي او فلسطين ازاد نه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button