کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د یمن له خاورې څخه ګڼ یو توغندي د اشغالي فلسطین پر لور توغول شوي دي.
د صهیونستي رژيم دفاعي چارواکو که څه هم ادعا کړې چې توغندي تر دې وړاندې چې د اشغال شوو سیمو فضا ته داخل شي دفاعي سیستمونو لخوا شنډ شوي دي.
په ورته مهال د یمني ځواکونو سرچینو ادعا کړې، چې بریدونه یې بریالي و او د بن ګورین هوایي ډګر په ګډون یې ګڼ شمېر صهیونیستي پوځي اهداف په نښه او له مینځه وړي دي.
د یادونې وړ ده ،چې یمني ځواکونو تر دې وړاندې هم ورته بریدونه کړي و او یوځل بیا یې خبرداری ورکړی، چې تر هغو به یې د صهیونیستي رژيم پر ضد بریدونه روان وي، څو چې د غزې محاصره ختمه او بریدونه بند شوي نه وي.


















