افغانستان له پولنډ سره د صادراتو پراخېدو هڅې کوي؛ ویزو کې د اسانتیا ژمنه شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند له پولنډ سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو غوښتنه کړې ده، او له اروپايي هېوادونو سره د سوداګرۍ اساسي خنډ یې د ویزو نشتوالی بللی دی.

نوموړي دا څرګندونې د پولنډ له ځانګړي استازي سره د لیدنې پر مهال کړې، او ویلي یې دي چې افغانستان غواړي پولنډ ته وچه او تازه مېوه او همداراز پروسس شوي معدني توکي صادر کړي.

د سوداګرۍ خونې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محمد یونس مومند له پولنډي چارواکي غوښتي، افغان سوداګرو ته دې د ویزې په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي، څو د صادراتو او وارداتو لړۍ لا چټکه شي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د پولنډ استازي ژمنه کړې، چې د افغان سوداګرو لپاره به د ویزو د صادرېدو ترڅنګ د افغاني تولیداتو د وارداتو، او له اروپايي ادارو سره د انلاین غونډو د همغږۍ په برخو کې لازمې همکارۍ وکړي.

د افغان سوداګرو په وینا، د ویزو ستونزه نه یوازې له اروپا، بلکې له ګڼو نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو مخه نیسي، چې باید ورته عملي حل ولټول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button