کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان پر وړاندې جګړه کې د هندوستان تر ماتې وروسته د واکمن ګوند پلوو رسنیو، چې د «ګودي میډیا» په نوم پېژندل کېږي د امریکایي ولسمشر ټرمپ پر ضد پراخې نیوکې پیل کړي دي.
د هند اپوزیسیون او د سیاسي چارو شنونکي دا د مودي حکومت لهخوا د وروستیو پوځي او دپلوماتیکو ناکامیو د پټولو هڅه بولي.
ټرمپ نږدې یوه اونۍ وړاندې په یوه څرګندونه کې ویلي و:
> «ما مودي ته وویل چې ودریږه، هغه ودرېد.»
دا جمله، چې د امریکا ـ هند ترمنځ د فشارونو ښکارندویي کوي، په هند کې پراخ سیاسي بحثونه راپورته کړل.


















