کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د یمني رسنیو د راپورونو له مخې صهیونیستي اشغالګرو د یمن په “الحدیده” بندر یوځل بیا هوایي بریدونه کړي دي.
اسرائیلي رسنیو بیا خبر ورکړی، چې بریدونه د یمني ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو باندې ترسره شوي.
دا بریدونه د اسراییلي سمندري ځواکونو لخوا شوی، چې دا ډول حملې د تېرو ورځو په اوږدو کې هم تکرار شوې دي.
د برید دقیق جزئیات او د تلفاتو شمېر تر اوسه نه دب څرګند؛ خو راپورونه وايي، چې برید د الحدیده په بندري تاسیساتو ترسره شوی، کوم چې د یمن لپاره د بشري مرستو یوه مهمه دروازه ګڼل کېږي.