کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران اسلامي جمهوریت عدلیې ادارې خبر ورکړی، چې نن سهار وختي داعش ترهګرې نهه تنه غړي په دار ځړول شوي دي.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې یاد ترهګر د ۲۰۱۸م کال کې د ایران د انقلابي ګارد سره د نښتې پر مهال نیول شوي وو.
د ویلوده، چې د یادې نښتې په ترڅ کې د انقلابي ګارډ ۳ سرتېري او څو تنه وسله وال وژل شوي وو. د نیولو پر مهال، له یادو ترهګرو څخه ۵۰ لاسي بمونه او نورې ډول، ډول وسلې هم نیول شوې وې.دغه اعدامونه د ایران د سترې محکمې له خوا د مرګ سزا له تایید وروسته ترسره شوي دي.


















