اسرائیلي اشغالګرو د سوریې په قنطیره ولایت کې مهم پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې د ترهګر صهیونیستي ريژیم جنګي الوتکو د سوریې په قنطیره ولایت کې د سوریې رژیم اړوند څلور مهم پوځي اهداف په نښه کړي دي.

راپور زیاتوي چې د دې بریدونو په ترڅ کې د یو پوځي هوایي ډګر په ګډون څلور مهم اهداف په نښه شوي دي.

د دې بریدونو په اړه د سوریې رژیم تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د سوریې د بشري حقونو د څار لندن میشتي سازمان د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې پوځي هوایي ډګر او د سوریې د وسله والو ځواکونو د درنو وسلو زیرمې په بشپړه توګه له مینځه وړل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button