سرایة القدس د غزې ختیځ کې ۵ اسرائیلي ټانکونه ویجاړ کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې نظامي څانګې “سرایة القدس” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د غزې په ختیځ کې یې د صهیونیستي اشغالګرو ځواکونو پر ټانکونو بریدونه کړي دي.

اعلامیه کې ادعا شوې: چې د دې بریدونو په ترڅ کې ۵ اسرائیلي ټانکونه په ختیځه غزه کې ویجاړ کړي دي.

قدس لېوا وایي:دوی د دې بریدونو لپاره د RPG او نورو پرمختللو وسلو څخه کار اخیستی دی.

د ویلو ده، چې صهیونیستي اشغالګر ريژیم تر دې مه د قدس لېوا د وروستیو ادعاوو په هکله څه نه دي ویلي؛ خو په دې وروستیو کې د غزې په بېلا بېلو برخو کې د اشغالګرو پر وړاندې د مقاومت بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی ده.

مربوطه مطالب

Back to top button