کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وايي، چې متحده ایالاتو د ایران پر وړاندې د احتمالي اسراییلي برید په خاطر د چمتوالي تر ټولو لوړه کچه اعلان کړې ده.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، امریکا خپلو ټولو هغه سفارتونو ته چې له ایران سره نږدې دي، امر کړی چې د بیړنیو چارو د کمېټو جوړولو ته چمتو شي. همدا راز امنیتي ارزونه ښيي چې ځینې امریکایي دیپلوماتان له عراق څخه ایستل شوي دي. یوه لوړپوړي امریکایي دیپلومات وضعیت له پخوا څخه هم زیات خطرناک بللی دی.
په ورته وخت کې، ټرمپ د ایران د اټومي تأسیساتو پر هدف برید لپاره چمتوالی نیولی او امر یې کړی چې د عراق، کویت، او بحرین کې د امریکا د کارکوونکو کورنۍ باید په بیړنۍ توګه له سیمې وباسي.
ټرمپ ویلي چې سیمه ممکن خطرناکه شي، او د پوځیانو کورنیو ته د وتلو اجازه یې ددې اندیښنې له امله ورکړې ده.
هغه همداراز ټینګار کړی چې ایران ته به هیڅکله اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې ولري.
د امریکایي چارواکو په وینا، وضعیت نږدې څارل کېږي او له هر ډول ناڅاپي پېښې لپاره چمتووالی نیول شوی دی.