تاشکند کې د امارت اسلامي او اوزبیکستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراخېدو خبرې شوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزی د ازبیکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په یوه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
یاده لیدنه چې د چهارشنبې په شپه (۲۱ د غبرګولي) د تاشکند د څلورم نړیوال پانګوالو کنفرانس په څنډه کې ترسره شوې، پکې دواړو لوریو د سوداګرۍ، اقتصاد، ترانسپورت، لوجستیک، انرژۍ، کرنې او کان کیندنې په برخو کې د همکاریو د پراخېدو پر لارو چارو خبرې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې تاشکند ښار دا مهال د سیمه‌ییزو او نړیوالو پانګوالو کوربه‌توب کوي، چې موخه‌یې د اقتصادي اړیکو پراخول، د پانګونې فرصتونو معرفي کول او د سوداګریزو همکاریو پیاوړي کول دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې ښاغلي عزیزي هم د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ (۱۹ د غبرګولي) د یاد کنفرانس د ګډون لپاره ازبیکستان ته سفر کړی دی.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې کابل او تاشکند په وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانسپورتي پروژو په برخه کې خپل تعاملات زیات کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button