عبدالمالک حوثي: د غزې جګړه کې د مقاومت ملاتړ ته دوام ورکوو؛ صهیونیستان د هوايي او سمندري محاصرې لاندې دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر عبدالملک بدرالدین حوثي د غزې جګړې او سیمهییزو تحولاتو په اړه خپله تازه وینا کې ټینګار کړی، چې یمن به د غزې د ملاتړ په برخه کې خپل جهادي دریځ ته دوام ورکوي او د اسرائیلي رژیم پر ضد به خپل نظامي عملیات پراخ کړي.
ښاغلي حوثي وویل، چې روانه اوونۍ د یمني ځواکونو له خوا د اشغال شوي فلسطین ګڼو سیمو باندې ۱۱ بالستیک توغندي، یو هایپرسونیک توغندی او یو بېپیلوټه الوتکه توغول شوې ده، چې موخې یې حیفا، یافا وې.
نوموړي زیاته کړه:
> “یوه له خورا مهمو عملیاتو څخه د سهشنبې د ماښام برید و، چې د خدای په فضل یو قوي، اغېزناک او بریالی عملیات و، او د دښمن په دفاعي سیسټم کې یې ګډوډي رامنځته کړه.”
د راپور له مخې، د اسرائیلو د “بن ګوریون نړیوال هوایي ډګر هم د یمني توغندیزو بریدونو هدف و، چې له امله یې د هوايي ډګر په شاوخوا کې د لوګې پورته او زرګونه اشغالګر یهودان یې پناهځایونو ته په تېښته مجبور کړل.
حوثي وویل، دا بریدونه د یوې پراخې هوايي محاصرې د پیل د هڅو یوه برخه ده، څو د اسرائیلي رژیم جنګي تجاوز ته عملي غبرګون وښودل شي.
نوموړي همداراز څرګنده کړه، چې د سور سمندر، عدن خلیج او بابالمندب په سمندري مسیرونو کې د اسرائیلي دښمن پر کښتیو محاصره لا هم فعاله ده، او د دښمن د سمندري اکمالاتو مخنیوی روان دی.
حوثي په عربي او اسلامي هېوادونو نیوکه وکړه چې د مدیترانې له لارې اسرائیلي رژیم ته د سوداګریزو کښتیو د تېرېدو اجازه ورکوي، چې دا یې یو خواشینونکی او د امت د ارزښتونو ضد اقدام بللی ده.



