هند کې د مسافر وړونکې الوتکې سقوط: ۲۴۲ تنه وژل شوي، افغانستان پرې خواخوږي ښودلې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د راپورونو له مخې، یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۲۴۲ تنه سپرلۍ یې لېږدولې، د هند په احمدآباد ښار کې د یو دولتي پوهنتون د لیلیې د طعامخانې پر ودانۍ رالويدلې ده.
د پېښې له ځایه د لسګونو کسانو جسدونه راایستل شوي، او ویل کېږي چې د لیلیې ګڼ شمېر محصلانو په دې خونړۍ پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د “رویټرز” خبري آژانس د راپور پر بنسټ، د الوتکې سپرلۍ ۱۶۹ تنه د هند، ۵۳ تنه د بریتانیا، ۷ تنه د پرتګال او یو تن د کاناډا تبعه وو.
سرچینې وایي چې دا الوتکه د “ایر انډیا” ده او د هند له یوې مرکزي سیمې نه یې پرواز کړی و.
د هند رسنۍ وایي چې په دې ناورین کې هېڅوک ژوندی نه دي پاتې شوي، او ټول ۲۴۲ تنه سپرلۍ او عمله وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي په خپل ایکس (پخواني ټویټر) حساب کې د دغې پېښې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
نوموړي لیکلي: “د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د هند د احمدآباد ښار د الوتکې د سقوط له امله ژوره خواخوږي څرګندوي او د قربانیانو له کورنیو او د هند له حکومت سره خپله غمشريکي څرګندوي.”
دا پېښه د هند په وروستیو کلونو کې یوه له خونړیو هوايي پېښو ګڼل کېږي.
چارواکي وايي چې د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي.



