په ایران د صهیونیستي ريژیم هوايي بریدونه؛ د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان په ګډون ګڼ پوځي چارواکي وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴)
د صهیونیستي ترهګر ريژیم جنګي الوتکو نن سهار وختي د ایران پر پلازمېنه تهران کې پر یو شمېر مهمو پوځي هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.

د ایراني دولتي خبري آژانس “ایرنا” د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي وژل او یو شمېر نور لوړپوړي پوځي چارواکي وژل شوي او ټپیان دي.

سرچینې زیاتوي چې بریدونه په دقیقو نظامي مرکزونو شوي او لا هم د مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه‌ دی څرګند.

تر اوسه د ایران دولت یا سپاه پاسداران په رسمي ډول د بریدونو او مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button