د خواخوږۍ ښکلی انځور؛ د رواني ناروغ ماشوم کورنۍ د افغان سرې میاشتې له مشرتابه مننه وکړه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ننګرهار ولایت شيرزادو ولسوالۍ اوسېدونکې د یوه رواني ناروغ ماشوم، محمد هارون، کورنۍ د افغان سرې میاشتې له مشرتابه څخه د مرستې او پاملرنې له امله مننه وکړه. د دغه ناروغ ماشوم پلار زیاته کړه، چې د سرې میاشتې د مشرتابه د پاملرنې او درملنې له برکته يې زوی نږدې شل سلنه ښه شوی او د هرې ورځې په تېرېدو يې روغتيا کې مثبت بدلون ليدل کېږي.
محمد هارون، چې له رواني ستونزو سره مخ دی، له اوږدې مودې راهیسې د مناسب درملنې له نشتوالي کړېده. د ده پلار، قاري رحمت الله وايي، چې د اقتصادي ستونزو له امله نه دی توانېدلي زوی ته لازمه پاملرنه او درملنه برابر کړي.
د ياد ماشوم پلار د افغان سرې میاشتې له مشرتابه وغوښتل چې د دې ماشوم د درملنې لپاره اوږدمهاله مرسته او صحي پاملرنه چمتو کړي.
بايد وويل شي، چې دغه ناروغ ماشوم شاوخوا څلور مياشتې وړاندې د سرې میاشتې د عمومي رئيس شيخ الحديث شهاب الدين دلاور د حکم پر بنسټ د ختيځ زون رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د درملنې په موخه ليږدول شوی و.



