د ایران ستر مذهبي مشر: صهیونیستي ريژیم دې سخت ځواب ته په تمه شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۴):
د ایران ستر مذهبي مشر، آیتالله علي خامنهای، د اسراییلو له لوري د ایران پر اټومي تأسیساتو، نظامي اډو او د سپاه پاسداران د قوماندې پر مرکزونو د ناڅاپي هوايي بریدونو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.
په یوه خپاره کړي پیغام کې، چې د بریدونو له امله د ایران د لوړپوړو پوځي قوماندانانو او اټومي ساینسپوهانو د وژل کېدو یادونه پکې شوې، خامنهای ویلي: «اسراییل باید د سختې سزا تمه ولري.»
هغه زیاته کړې: «صهیونیستي رژیم د دې جنایت له امله خپل ځان ته یو تریخ او دردناک برخلیک برابر کړی دی، او دا به خامخا ترلاسه کړي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپورته شوي او د یو احتمالي سخت ځواب احتمال ورځ تر بلې ډېرېږي.



