په ایران د اسرائیلو بریدونه؛ سپاه پاسداران: امریکا او اسراییل به یې درنه بیه پرې کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴)

د ایران د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اسراییلو له لوري د ایران پر مهمو نظامي او اټومي تأسیساتو بریدونه به بې ځوابه پاتې نه‌شي.

نوموړي ټینګار کړی: «امریکا او اسراییل به د دغو بریدونو درنه بیه پرې کړي.»

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې نن سهار د تهران په ګډون پر یو شمېر نورو ښارونو کې صهیونیستي ريژیم پر ګڼو مهمو پوځي او اټومي مرکزونو هوايي بریدونه وکړل، چې پکې د سپاه پاسداران لوړپوړي قوماندانان او اټومي کارپوهان ووژل شول.

مربوطه مطالب

Back to top button