د ایران د وسله‌والو ځواکونو قومندانۍ: د صهیونیستي رژیم یرغل ته به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړو

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د ایران د وسله‌والو ځواکونو عمومي قومندانۍ نن جمعه په يوه اعلامیه کې ويلي چې، صهیونیستي رژیم د هېواد پر یو شمېر پوځي او ملکي سیمو بریدونه کړي دي.

اعلاميه کې ويل شوي، په دغه یرغلګر برید کې ګڼو ملکیانو، ښځو، ماشومانو او د وسله‌والو ځواکونو یو شمېر قومندانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

اعلامیه زیاتوي چې دا برید د نړیوالو اصولو ښکاره نقض دی زياتوي چې د ایران خلک دې ډاډه واوسي چې د وسله‌والو ځواکونو له خوا به غاښ ماتوونکی او پښېمانوونکی ځواب ورکړل شي.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو د عمومي قومندانۍ د اړیکو مرکز ویلي، د اسلامي ایران سرتېري به د دې برید عاملین، ملاتړي او طرحه کوونکي سخت وځپي، او دا هر څه به د مشر قومندان (د امت مشر) د امر له مخې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې سیمه‌ییز وضعیت له وړاندې ترینګلی دی، او دا برید ښايي د لا پراخو غبرګونونو سبب شي.

مربوطه مطالب

Back to top button