اخوان المسلمین: د صهیونیستي ترهګر رژيم لخوا پر ايران تېری په ټوله اسلامي نړۍ یرغل بللی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د اخوان المسلمین نړیوال اسلامي غورځنګ د یوه رسمي بیان په خپرولو سره، د صهیونیستي رژيم له لوري د ایران په اسلامي جمهوریت د وروستي نظامي برید کلکه غندنه کړې، او دا عمل یې «ظالمانه تېری، په ټوله اسلامي نړۍ یرغل او د نړیوالو قوانینو خلاف» عمل بللی دی.

د اخوان المسلمین د ویاند “صهیب مقصود” له لوري د یادې ډلې د اعلامې یوه کاپي “کابل ټکی کام” ویب سایټ ته هم لیږل شوې، چې پکې راغلي: صهیونیستي ځواکونو د ایران په بېلابېلو برخو کې لسګونه نظامي، حیاتي او ملکي ځایونه په نښه کړي، چې دا د یوه خپلواک هېواد پر حاکمیت ښکاره تجاوز دی.

اخوان المسلمین دا برید د سیمې پر ملتونو یو پراخ یرغل بللی، چې له فلسطین، لبنان، سوریې، یمن او تر مصر پورې د صهیونیستي رژیم د اشغالګرو سیاستونو دوام ګڼل شوی دی.

دغه غورځنګ په خپلو څرګندونو کې پر نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا غږ کړی، چې دا تېری ژر تر ژره ودروي او پر اسرائیلو جدي بندیزونه ولګوي. خو همداراز یې د امریکا دوامدار ملاتړ د نړیوالو بنسټونو د مشروعیت د له‌منځه تلو اصلي لامل بللی دی.

په بیان کې همداراز له عربي او اسلامي هېوادونو، په ځانګړي ډول مصر، سعودي عربستان، ترکیې او الجزایر څخه غوښتنه شوې، چې د ایران پر وړاندې دا تېری یوازې په خوله ونه غندي، بلکې یو واحد، صریح او مؤثر دریځ غوره کړي.

اخوان المسلمین د اسلامي نړۍ له ولسونو، مدني ټولنو او د نړۍ له ازادو ملتونو غوښتي چې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې خپل غږ پورته کړي، او دا رژیم له نړیوال وجدان څخه منزوي کړي.

دغه غورځنګ خبرداری ورکړی، چې د فلسطین په وړاندې د نړیوالې ټولنې نرمي، د صهیونیستي رژیم تېري ته لار هواره کړې، او د غزې د محاصرې پای، د اشغال پای او د جنګي مجرمینو محاکمه باید د سیمې د ثبات لپاره لومړنی شرط وي.

مربوطه مطالب

Back to top button