بن ګوريون نړیوال هوايي ډګر وتړل شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د صهیونیستي ورځپاڼې یدیعوت آحرونوت د راپور له مخې، اسرائيلي امنیتي چارواکي اټکل کوي چې د تلابیب بن ګوریون نړیوال هوايي ډګر به لږ تر لږه درې یا څلور ورځې نور هم تړلی پاتې شي.
د راپور له مخې، د بندیدو اصلي علت د امنیتي ګواښونو دوام او د هوایي بریدونو احتمالي ویره بلل شوې ده. سرچینې وايي، د صهیونیستي رژیم چارواکي د ایران یا د هغو د متحدو ډلو له خوا د احتمالي غبرګون اندېښنه لري، چې دا چاره د هوایي چلند د دوام لپاره خطر ګڼل شوی.
د بن ګوریون هوايي ډګر د اسرائيلو تر ټولو لوی او مهم هوايي بندر ګڼل کېږي، چې له دې سره د کورنیو او نړیوالو پروازونو د ځنډ او لغوه کېدو له امله د صهیونیستي رژیم پر اقتصادي وضعیت هم منفي اغېز کېږي.
د ویلو ده، چې د اسرائيلي چارواکو له لوري تر اوسه په رسمي ډول د هوايي ډګر د بیا پرانیستې دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې.



