د شمالي کوریا مشر: اسرائیل دولت نه، بلکې د امریکا یوه نظامي اډه ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، اسرائیل یو خپلواک دولت نه دی، بلکې د امریکا په مشرۍ د منځني ختیځ په سیمه کې یوه نظامي اډه ده. نوموړي دا څرګندونې د اسرائیلو پر وروستیو اقداماتو د غبرګون په توګه کړي دي.
کیم جونګ اون زیاته کړې، چې اسرائیل یوازې د امریکا په امر عمل کوي او د دې هېواد هر اقدام د واشنګټن له اجازې پرته نه ترسره کېږي. نوموړي امریکا یو مجرم دولت بللی او ویلي یې دي چې باید له خپلو کړنو لاس واخلي او د جرمونو خپرولو ته نور د پای ټکی کېږدي.
د شمالي کوریا مشر پر امریکا تور پورې کړی چې نه یوازې د نړۍ تر ټولو ستر اټومي ځواک لري، بلکې دا یوازینی هېواد دی چې تر اوسه یې اټومي وسلې کارولي دي. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د امریکا د «اړنګو» کړنو پر وړاندې غږ پورته کړي.



