ایران او اسرایل په پوځي برخه کې یو د بل پر وړاندې لاندې برلاسۍ لري

تبصره/ نظيم سمون

اسراییل

۱. هوايي ځواک او ټکنالوجي:

– پرمختللې F-35 او F-15 جنگي الوتکې لري چې له رادار څخه د پټېدو او د لرې واټن ماموریت د اجرا وړتیا لري او په ننني برید کې له همدې الوتکو استفاده شوې.

– د هوايي دفاع لکه آیرون ډوم، پاټریوټ، آرو۳ او تاد پرمختللي سیستمونه لري چې د اوږده واټن توغندي او انفجاري ډرونونه شنډولی شي.

۲. دقیق استخبارات:

– د پټو هدفي وژنو اوږده تجربه لري.

– د ایرانیانو په منځ کې ژور اطلاعاتي نفوذ لري.

۳. ستراتیژیک دوکتورین او د امریکا اوسپنیز (ironclad) ملاتړ:

– اسراییل د (وار مخکې کړه) په نامه نظامي دوکتورین لري چې د یو تهدید له پېښېدو مخکې دوی وختي کار خلاص کړی وي.

ـ امریکا او اسرایل په خپل منځ کې د اوسپنیز ملاتړ په نامه توافق لري چې که څوک په منځني ختیځ کې اسراییل وګواښي امریکا یې هر اړخیز ملاتړ کوي.

۴. عملیاتي چمتو والی:

اسراییلو پر ایران د برید لپاره له ډېر وخت راهیسې چمتو والی روان کړی و او ټول پوځ او منابع یې منسجم کړي دي.

د ایران برلاسي

۱. د لرې واټن توغندي او انفجاري ډرونونه:

– ایران په سیمه کې د بالسټیک میزایلونو تر ټولو لویه ذخیره لري چې د اټکل له مخې شمېر یې ۳۰۰۰ ته رسېږي او کولی شي چې په یو وخت د زرګونو میزایلونو په ویشتلو سره د اسرایلو او امریکا دفاعي سیستمونه ګنګس کړي.همدارنګه د شاهد په نامه قوي چاودېدونکي ډرونونه لري چې ان روسیه یې د اوکراین جګړه کې کاروي.

– د راپورونو له مخې ایران د فتاح ۱ او قاسم بصیر په نامه هایپرسونیک میزایلونه هم لري چې تر غږ چټک او دقیق اهداف ویشتلی شي.

۲. منطقوي نیابتي جنګیالي:

که څه هم د ایران د محور مقاومت په نامه ډلې په ځانګړې توګه د لبنان حزب الله اوس تضعیف شوي او کوم لوی مزاحمت نه شي جوړولی خو د جګړې د سختېدو په صورت کې د حزب الله، د عراق کتایب حزب الله او د یمن انصارالله د راپورته کېدو ګواښ شته.

۳. رواني او اقتصادي جنګ:

په لویه کچه انفجاري ډرونونه او د میزایلونو باران کولی شي چې د اسراییلو هوايي مدافع سیستمونه فلج او د هر میزایل یا ډرون د شنډولو لپاره توغندول کېدونکي میزایلونه اسراییلو ته میلیونونه ډالر تاوان ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button