له څلور کلن ځنډ وروسته؛ افغان سفارت په انقره کې د پاسپورټونو وېش پیل کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
په ترکيه کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې د افغانانو لپاره د پاسپورټونو د وېش بهیر بېرته پیل شوی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د یاد سفارت له لوري خپره شوې، ویل شوي چې له څلور کلن ځنډ وروسته، اوس افغان اتباع کولی شي د نوي پاسپورټ اخیستلو لپاره د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړي.
د سفارت په وینا، دا بهیر له اړوندو مراجعو سره په همغږۍ او د رسمي طرزالعملونو له مخې عملي کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې یو شمېر نورو هېوادونو کې د افغانانو لپاره د پاسپورټونو د وېش لړۍ بېرته فعاله شوې وه.
په ترکیه کې زرګونه افغان کډوال د اسنادو نشتون له امله له جدي ستونزو سره مخ و، چې د دغه بهیر بېرته پيل به د هغوی لپاره یوه مهمه اسانتیا رامنځته کړي.



