کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د هند په اوتاراکند ایالت کې نن سهار (یکشنبه) یو مسافر وړونکی هلیکوپتر غورځېدلی، چې له امله یې د يوه ماشوم او پيلوټ په شمول اووه تنه وژل شوي دي.
راپور کې راغلي، دا چورلکه چې د «آریان اوییشن» شرکت پورې اړه لري، له ګوپتکاشي څخه د مذهبي ځای کدارنات پر لور په الوتنه وه، خو د سهار شاوخوا ۵:۲۰ بجې له رادار نه ورکه او وروسته د ګوریکند په سیمه کې غورځېدلی ده.
د پولیسو چارواکي وايي، د پېښې د رامنځته کېدو علت تر څېړنې لاندې دی.


















