کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران پوځ اعلان کړی چې د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې یې ۴۴ بېپیلوټه الوتکې او کوچنۍ طیارې چې د اسراییلي رژیم پورې تړاو لري، نسکورې کړې دي.
د ایراني سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان ویلي، دغه الوتکې د هېواد په سرحدي سیمو کې د “فراجا” سرحدي ساتونکو له خوا کشف او له منځه وړل شوې دي.
نوموړي د سرحدي ځواکونو د چټک غبرګون ستاینه کړې او دا یې د ملي حاکمیت د دفاع مهم ګام بللی.
ایراني چارواکي وايي، دا ډول اقدامات د هېواد د ملي امنیت د خونديتوب لپاره اړین دي او دوی به د هر ډول سرغړونو په وړاندې بېپرې اقدامات وکړي.


















