کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ایران وسلهوالو ځواکونو له اشغالګرو اسراییلیانو وغوښتل چې ژر تر ژره له اشغال شوې فلسطیني خاورې ووځي، ځکه چې دا سیمې به ډېر ژر د اوسېدو وړ نه وي.
د ایران د پوځ ویاند ویلي، دوی د اشغال شوې خاورې د حیاتي او مهمو اهدافو یو پراخ بانک لري او دا اهداف به په نښه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د ځمکې لاندې تونلونه او پټنځایونه نور د یهودي اشغالګرو لپاره خوندي نه دي، او یوازې یوه لاره پاتې ده: فلسطین پرېږدئ.
په ورته وخت کې د سپاه پاسداران یوه جګپوړي چارواکي ویلي: “نن شپه به د صهیونیستي رژیم لپاره سخته شپه وي.”
ایراني چارواکو دا هم تأیید کړې چې اوسني توغندي چې د اسراییلي اهدافو پر ضد کارېږي، په دې جګړه کې د لومړي ځل لپاره کارول کېږي.
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه رژيم حیران پاتې دی چې د ایران توغندي څومره په بېساري سرعت ور رسېدلي. د دوی په وینا، دا بریدونه د هغوی د توقع خلاف وو، او اوس د دفاعي خنډونو اغېز تر پوښتنې لاندې راغلی دی.


















