سمنګان کې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ایبک – روی‌دوآب سړک د جوړولو تړون لاسلیک شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ټولګټو وزارت وايي، د څه باندې ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د سمنګان ولایت د ایبک – روی‌دوآب سړک د اساسي رغونې تړون د یاد وزارت او دوو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو ترمنځ لاسلیک شو.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه قرارداد د «ډیزاین بلډ» په بڼه د ګډ مشارکت له لارې ترسره شوی چې ټولیز ارزښت یې ۶۴۱ میلیونه او ۶۷۰ زره افغانۍ ښودل شوی دی. ویل شوي، د یادې پروژې په چوکاټ کې به ۲۰ کیلومتره سړک په اساسي ډول جوړ او ورغول شي.

د معلوماتو له مخې، دغه سړک د سمنګان له مرکز ایبک ښار څخه پیلېږي او تر روی‌دوآب ولسوالۍ پورې غځېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button