کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ویاند ویلي، چې دوی د اسرایيلو پر ضد د توغندیو یوه بله نوې او تر پخوانیو ډېره قوي او ویجاړوونکې حمله ترسره کړې ده.
د دوی په وینا، دغه توغنديو یې د امریکا له ملاتړ او د اسرایيلو د پرمختللو دفاعي تکنالوژيو سره سره، په بریالۍ توګه خپل ټاکل شوي هدفونه وويشتل.
د سپاه پاسداران په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات به تر هغه دوام وکړي، څو چې د دوی په وینا د صهیونستي رژیم بشپړ له منځهيوسي.
بلخوا، د امريکا د “سي اېن اېن” شبکې یوه پوځي کارپوه هم د دغو بریدونو دقت ډېر لوړ بللی او ويلي يې دي چې دا نوې مرحله د پخوا په پرتله ډېره قوي او اغېزمنه ده.
د دغو څرګندونو او تازه حملو له امله د سيمې امنیتي وضعیت نور هم پېچلی شوی او نړيوال عکسالعملونه هم ورسره راولاړ شوي دي.


















