اکسیوس: د ایران جګړې د سعودي او اماراتو اړیکې ترینګلې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
اکسیوس راپور ورکړی چې د ایران له بریدونو او سیمهییز کړکېچ وروسته د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.
راپور وایي، اماراتو له اوپک سازمان څخه د وتلو پرېکړه کړې چې ریاض یې ناراضه کړی او د دواړو هېوادونو اړیکې یې سړې کړې دي.
د راپور له مخې، د خلیج هغه اقتصادي پلان ته هم زیان رسېدلی چې پر ګرځندوی، مصنوعي ځیرکتیا او بهرنۍ پانګونې ولاړ و.
ویل شوي چې د ایران د ډرون بریدونو له امله نړیوال پانګهوال اوس په سعودي او اماراتو کې د لویو پروژو په پیل کې له احتیاطه کار اخلي.
اکسیوس زیاتوي چې د یمن، سوډان او فلسطین په اړه د دواړو هېوادونو اختلافات هم ژور شوي دي. راپور وایي، امریکا اندېښنه لري چې د واشنګټن دوه مهم عرب متحدان به له روان کړکېچ وروسته لا زیات سیال او یو له بله لرې شي.



