کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۳ غویی، ۱۴۰۵ل)
د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، د اقتصادي کمېسیون په وروستۍ ناسته کې ۱۲ پرمختیايي پروژې تصویب شوې او اړوندو ادارو ته د هغو د عملي کولو سپارښتنه شوې ده.
د تصویب شویو پروژو له ډلې پکتیکا ته د وارداتي برېښنا لېږد، له غزني څخه د ډبل سرکت لېږد د سب سټېشن د پاتي چارو بشپرول او د برېښنا رسول، د فاریاب د پښتون کوټ ولسوالی د خشت پل د اوبو لگولو پروژه، له نور الجهاد سب ستيشن څخه هرات، فراه او نیمروز ته د برېښنا ا د لېږد مزي غځول، العزم ۲۱۵ قول اردو ته د بریښنا رسول، د سرپل مرکز اړوند یوشمېر کلیو ته د برېښنا رسول، د هلمند گرشک ولسوالی د سيدانو كلي ته د برېښنا رسول، د کندهار عينو ميني د ۳۵۰ بستریز روغتون فعالول او ظرفیت لوړول، د کندهار له ختیځ سب ستيشن څخه د ترینکوټ تر نوي سب ستيشن او له کجکي بند څخه د ترينکوټ ترنوي سب ستيشن پورې د برېښنا رسول شامل دي.
دغه راز د نیمروز ولایت په مرکز کی تر څلوېښت زره لمونځ کوونکو په ظرفیت د جامع جومات جوړول، د فارياب د پښتون کوټ ولسوالی د دهنه درې بند جوړول، د تورغوندی – هرات او اندخوی – شبرغان – مزار شریف د اوسپنی پټلۍ غځول

















