د ریاست الوزراء اداري مرستیال د چین – جنوبي اسیا فورم کې د ګډون لپاره چین ته ولاړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چین ولسي جمهوریت ته سفر وکړ، څو د چین – جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې ګډون وکړي.

یاد پلاوی چې د چین په رسمي بلنه سفر کوي، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم وردګ هم پکې شامل دي.

ټاکل شوې مولوي عبدالسلام حنفي به د فورم ترڅنګ د چین له یو شمېر چارواکو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراخوالي خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button