نتنیاهو: خامنه ای د هټلر په څېر د یهودانو د ټول وژنې هڅه کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د ایران ستر مذهبي مشر آيتالله خامنهای د نازي مشر اډولف هټلر په څېر هڅه کوي د یهودانو نسلوژنه ترسره کړي.
نتنیاهو دا څرګندونې د وروستیو راکټي بریدونو او د ایران له لوري د اسراییلو پر ضد سختو دریځونو پسې کړي، چې نوموړی یې د یهودو پر وړاندې د سختو ګواښونو سره پرتله کوي.
هغه ټینګار وکړ چې اسراییل به هېڅکله اجازه ورنهکړي چې “دویم هټلر” د دوی د لهمنځه وړلو هڅه وکړي، او زیاته یې کړه چې نړیوال باید د ایران د کړنو پر وړاندې بېتفاوته پاتې نه شي.



