د ایران برید کې د موساد مرکزي ودانۍ ته درانه زیانونه اوښتي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ غبرګولی، ۱۴۰۴ل)
د تازه راپورونو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت د توغندیزو بریدونو په ترڅ کې د اسرائیلي استخباراتي ادارې موساد مرکزي ودانۍ سخت زیانمنه شوې ده.
برید تېره شپه د اسرائیلو په مرکز تلابیب کې ترسره شوی، چې پکې د موساد مرکزي دفتر په مستقیم ډول هدف ګرځېدلی دی. عیني شاهدان وایي، ودانۍ کې درنې چاودنې رامنځته شوي او سیمه دا مهال د پوځ له خوا کلابنده شوې ده.
سرچینې وایي، ودانۍ ته “درانه زیانونه” اوښتي، او د مرګژوبلې احتمال هم شته، خو د اسرائیلي چارواکو له خوا لا تر دې دمه رسمي تایید یا رد نهدی شوی.
د ایران دفاع وزارت دا برید د “صهیونیستي استخباراتي ماشین پر ضد د انتقامي غبرګون یوه مهمه مرحله” بللې ده.
دغه برید په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ نظامي تقابل ورځ تر بلې پراخېږي، او د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې شدت د سیمې د بېثباتۍ لامل ګرځېدلی دی.



