ولسمشر پزشکیان: نړۍ ته ډاډ ورکوو چې د اټومي وسلو په لټه کې نه یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر “مسعود پزشکیان”
ویلي، چې تهران چمتو دی نړۍ ته ډاډ ورکړي، چې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو او په سیمه کې د ناامنۍ د رامنځته کولو هېڅ نیت نه لري.
پزشکیان ویلي، چې ایران تل د سیمې د ثبات او امنیت ملاتړ کړی، خو برعکس اسرائیل له هر فرصت څخه د جګړې، تاوتریخوالي او ناامنۍ د پراخولو لپاره ګټه اخلي او هڅه کوي سیمه بېثباته وساتي.
د نوموړي په وینا، ایران به له امریکا سره د روانو خبرو پر مهال د خپل «عزت، وقار او سرلوړۍ» له اصولو هېڅکله تېر نه شي او د هېواد له ملي ګټو به په کلکه دفاع وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې امریکا او اسراییل پر ایران د اټومي وسلو جوړولو د هڅو تورونه پورې کوي، خو تهران دغه تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې سولهییز اهداف لري.



