له پېښو سره د مبارزې ادارې او اغاخان بنسټ د ۳۱.۳ میلیون ډالرو تفاهمنامه لاسلیک کړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې او د اغاخان بنسټ ترمنځ د ۳۱.۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت تفاهمنامه لاسلیک شوې ده. د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دغه تړون موخه په هېواد کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي پیاوړتیا او د بېړنیو حالاتو مدیریت ښه کول دي.
د معلوماتو له مخې، د تفاهمنامې پر بنسټ به په ۱۱ ولایتونو کې د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو، د بېړنیو حالاتو د مدیریت او د ټولنو د ظرفیت لوړولو اړوند پروګرامونه عملي شي. ویل شوي چې دغه پروګرامونه به له زیانمنو خلکو سره د مرستو او د چټک غبرګون په برخه کې هم مرسته وکړي.
دغه تفاهمنامه د پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې د رییس ملا نورالدین ترابي او د اغاخان بنسټ د اجراییوي رییس ډاکټر نجمالدین نجم ترمنځ په کابل کې د یوې لیدنې پر مهال لاسلیک شوې ده. دواړو لورو د طبیعي پېښو پر وړاندې د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.



