دفاع وزیر د نړیوال امنیتي کنفرانس د ګډون لپاره مسکو ته ورسېد

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي، چې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د روسیې فدراسیون په کوربتوب د نړیوال امنیتي کنفرانس د ګډون په موخه مسکو ته رسېدلی دی.

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د ګڼو هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون کوي. ټاکل شوې ده چې ګډونوال د سیمه‌ییز امنیت، ګډو امنیتي ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه خبرې او د نظر تبادله وکړي.

وزارت زیاته کړې چې دا ډول غونډې د هېوادونو ترمنځ د امنیتي اړیکو د پراختیا او د ګډو امنیتي مسایلو د حل لپاره مهمې بلل کېږي. تر اوسه د کنفرانس د اجنډا او د ګډون کوونکو هېوادونو بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button