د لبنان په جنوب کې د حزب الله برید؛ یو اسراییلی سرتېری وژل شوی او بل سخت ټپي دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اسراییلو پوځ اعلان کړی، چې د لبنان په جنوب کې د نښتو پر مهال یې یو سرتېری وژل شوی او بل سخت ټپي دی.
د اسراییلي پوځ د معلوماتو له مخې، وژل شوی سرتېری «نهورای لیزر» نومېده او د برید پر مهال د پوځ له ځواکونو سره په عملیاتو بوخت و.
بلخوا د اسراییلو ۱۲مې ټلوېزیوني شبکې راپور ورکړی، چې دغه سرتېری د لبنان د جنوب د دبل سیمې په شاوخوا کې د حزب الله له لوري د انتحاري بېپیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.



