د کانګرس غړی: افغانستان کې مو شرمونکی ماتې وخوړه ایران کې هم له ورته حالت سره مخ یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د کانګرس غړي “جیسن کرو” ویلي، چې امریکا افغانستان کې ټریلیونه ډالر ولګول او زرګونه سرتېري یې قرباني کړل؛ خو پایله یې له ماتې او شرم پرته بل څه نه وو.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې هر ډول پوځي او سیاسي هڅې وکړې، خو بیا هم ونه توانېده، چې خپلې موخې ترلاسه کړي او بالاخره له شرموونکې ماتې سره مخ شوه.
جیسن کرو زیاته کړې، چې امریکا اوس مهال د ایران په تړاو هم له ورته وضعیت سره مخ ده او که د واشنګټن اوسني سیاستونه بدل نه شي، ښایي امریکا له لا ډېرو زیانونو او ناکامیو سره مخ شي.
هغه خبرداری ورکړی، چې د بهرنیو جګړو او فشار سیاستونو دوام کولای شي، امریکا ته ستر سیاسي او امنیتي زیانونه واړوي.



